لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ازادۍ ۷۱ کاله وروسته هند خلا ته انسان لېږي خو پاکستان وایي لا خپل منزل ته نه دی رسېدلی


د اګست په ۱۴مه د پاکستان او په ۱۵مه د هند د ازادۍ په ورځ د دواړو هېوادونو مشرانو ولس ته په وینا کې بېخي جلا پیغامونه ورکړي. هندي وزیراعظم ویلي خلا ته به انسان لېږي او وایي د هېواد د ۵۰ کروړه خلکو د روغتیا چاره کوي، خو د پاکستان صدر ممنون حسین د ازادۍ په ورځ قام ته په پیغام کې په تېرو عامو ټاکنو کې د ځینو ډلو اندېښنو ته د ځواب ورکولو لپاره په انتخابي کمېشن غږ کړی دی.

د ازادۍ په ورځ د دواړو مشرانو ویناوې له یو بل نه بېخي بدلې دي. صدر ممنون حسین د هیڅ کومې نوې پرمختیایي پروژې اعلان نه دی کړی او وینا یې خپل ولس ته یو نصیحت غوندې وو.

پاکستان ولې د هند په نسبت په ترقۍ کې وروسته پاتې دی، ځکه چې دواړو هېوادونو ازادي په يو وخت تر لاسه کړې ده. د وي.او.اې ډیوه د خبریال ارشد مومند د دې پوښتنې په ځواب کې د سیاسي چارو څېړونکی او پخوانی سفیر ایاز وزیر وایي، یوه وجه یې دا ده چې په پاکستان کې تر نیم وخت زیات د پاکستان پوځ حکومت کړی دی:

"په جمهوریت کې خو د خلکو نمایندګان وي او د هغوی د خواهشاتو مطابق فیصلې کوي او د پوځ په حکومت کې تاوان دا وي چې هغوی هره فیصله په خپله خوښه کوي او عملي کوي یې، نو د یوې ادارې فیصلې دومرې ښې نه وي څومره چې د ټول ملک [د ولس د نمایندګانو] وي".

ښاغلي نریندرا مودي نن د اګست په ۱۵مه د هند د ازادۍ د ۷۱مې کلیزې په مهال د نوي ډیلي په لال قلعه کې خپل ملت ته یو زېری ورکړ، چې وایي ډېر ژر به د هغو هېوادونو پر څلورم نمبر راشي چې خلا ته یې انسان لېږلی دی:

"هند تل په خلایي ساینس کې پرمختګ کړی دی ځکه خو اوس موږ پرېکړه کړې ده چې په ۲۰۲۲م کال کې به د خپلې ازادۍ د ۷۵ کلونو له بشپړېدو سره یا تر هغه مخکې د هند یو زوی یا لور له خپل ملي بیرغ سره خلا ته ولېږي".

هندي وزیراعظم د دې تر څنګ د خپلو هېوادوالو لپاره د مودي کېر په نامه د روغتیا یو پلان هم اعلان کړ، چې وایي له مخې به د لس کروړه بې وزلو کورنیو پینځوس کروړه تنو ته تر پینځه لکه پورې د روغتیا اسانتیاوې ورکړل شي او دا پلان به د سپټمبر په ۲۵مه پیل شي.

خو بل لور ته د پاکستان ولسمشر ممنون حسین پرون د اګست په ۱۴مه د پاکستان د ازادۍ د ورځې په مناسبت غونډه کې له کوم نوي اعلان پرته د ترهګرۍ پر چېلنجونو او د جمهوریت پر دوام خبرې وکړې. ښاغلي حسین وویل:

"موږ باید په ایمانداري او پرانیستي ذهن پر دې خبره هم اعتراف وکړو چې موږ لا په بشپړه توګه خپل منزل ته نه یو رسېدلي او له دې اعتراف سره پکار ده پر هغو ستونځو او خنډونو هم غور وکړو چې له وجې یې موږ ته ستونځې پیدا شوې دي".

ښاغلي حسین په خپله وینا کې د پاکستان د ولس ستاینه وکړه، چې وایي له صبر او حوصلې څخه په کار اخیستلو یې ترهګرۍ ته ماتې ورکړه او د پوځ قربانۍ یې وستایلې، چې وایي د ترهګرۍ په پېښو کې یې خپل ژوند بایللی دی.

د سیاسي چارو یو بل څېړونکی او د پېښور د انجینېرنګ پوهنتون استاد ډاکټر ناصر د ډیوه خبریال ارشد مومند ته ویلي، هند ځکه تر پاکستان زیات پرمختګ کړی چې وایي په هند کې ټولې فیصلې سېول حکومت کوي، خو وایي په پاکستان کې تر اوسه پوځ د هېواد کورنۍ او بهرنۍ تګلاره په لاس کې اخیستې ده:

"تر ۱۹۷۱م کال پورې دا نه وه معلومه چې دلته به جمهوریت وي که به دا فلاحي ریاست وي ځکه چې په جمهوریت کې خو دوی د بنګالیانو حق نه مانه، له را وروسته خو پنجابي ورباندې قبضه وکړه، هغوی غټه پوځ ساتلی وو کله به یې په افغانستان کې او کله په چین کې لاسونه وهل".

هند او پاکستان د ۱۹۴۷م کال په اګست کې برتانیې ازادي واخیسته خو له هغه را وروسته دغه دواړه هېوادونو د کشمیر پر سر له یوه بل سره دوښمني لري او تر منځ یې درې لویې جګړې شوې دي. که څه هم دواړه ایټمي قوتونه دي خو د څېړونکو په وینا هند په ډېرو برخو کې تر پاکستان زیات پرمختګ کړی دی.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG