لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پمپیو له عمران خان سره د پاکستان په خاوره د ترهګرو د ځپلو پر ارزښت خبرې کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پاکستان له نوي لومړي وزیر عمران خان سره په خبرو کې یو ځل بیا په دې ټینګار کړی چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د ټولو ترهګرو ډلو په وړاندې پرېکړنده ګامونه واخلي او د افغانستان د سولې په بهیر کې دې مهم رول ولوبوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیدړ نورټ لخوا رسنیو ته په لېږل شوي بیان کې راغلي دي چې ښاغلي پمپیو له عمران سره په ننیو خبرو کې هغه ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې.

په بیان کې دا هم راغلي دي چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو عمران خان ته ویلي چې دوی چمتو دي د پاکستان له نوي حکومت سره د ګټورو دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې کار وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل ددغو خبرو په اړه د خپل ټویټ په یوې برخه کې لیکلي:

“د دغو خبرو په هېڅ برخه کې په پاکستان کې د ترهګرو د فعالیت په اړه څه نه دي ویل شوي. دا خبرې باید ژر سمې شي. “

دا خبرې په داسې حال کې شوي، چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن وايي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ یو کال پوره شوی خو په پاکستان کې اوس هم د طالبانو تګ راتګ ازاد دی او طالبان په هغه هېواد کې د خپلو ټپیانو درملنې ته دوام ورکوي.

د جنرال نیکولسن تر دغو څرګندونو مخکې د غزني د جګړې له ډګر څخه د افغاني چارواکو په وینا په لسګونو مړي د پاکستان بیلابیلو سیمو ته وړل شوي وو چې په ټولنیزو رسنیو کې یې په پراخه توګه ګڼل انځورونه او ویډیوګانې هم خپرې شوې وې.

ولسمشر اشرف غني له یادې جګړې وروسته په خپلې وینا کې وویل:

“جنرال صیب باجوه تا خو راسره ژمنه کړې وه چې له انتخاباتو وروسته به زمونږ ګیلو ته پام وکړې، اوس ځواب راکړه چې غزني ته دا ترهګر له کومې راغلل اؤ ولې یې ستا په روغتونونو کې درملنه رونه ده؟

د ناټو او امریکايي ځواکونو جنرال جان نيکلسن د شورو، چهارشنبې په ژوندۍ بڼه ویډيو کنفرانس کې چې دافغانستان له پلازمینې کابل څخه یې په واشنګټن کې له خبریالانو سره خبرې وکړې وویل، چې پر پاکستان د زیات فشار راوستولو ته ځکه اړتیا ده چې لا هم په پاکستان کې د طالبانو د تګ راتګ مخه نه ده نیول شوې.

په ورته وخت کې امریکايي رسنیو ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به ژر پرېکړه کوي چې زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازی وټاکي.

د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د ښاغلي خلیزاد د ټاکلو خبرې داسې مهال کیږي چې امریکا وايي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو سره مرستې او ملاتړ ته تیاره ده.

خلیلزاد تل په سیمه کې د پاکستان په تګلارو باندې کلکې نیوکې کړي په خپلو مرکو کې یې ویلي چې پاکستان د ترهګرو پرضد رښتینې ګامونه نه دې پورته کړي.

دا درې واړه وروستي پرمختګونه په داسې حال کې شوي چې د جګړې د ډګر ترڅنګ د افغان دولت او د وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې لپاره هلې ځلې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي.

امریکا ویلي چې دوی د سولې په دغو خبرو کې مرستې او ملاتړ ته تیار دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG