لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په پينځه کاله موده کې ۳۰ ژورنالسټان وژل شوي


د ملګرو ملتونو د تعليم، سائنس او کلتور ادارې (يونيسکو) په خپل تازه رپوټ کې ويلي چې د کال ۲۰۱۲م نه تر کال ۲۰۱۶م پورې په ګرده نړۍ کې ۵۳۰ ژورنالسټان وژل شوي دي، په دې موده کې پاکستان د وژل شوؤ ژورنالسټانو په قطار کې په پينځم نمبر دی.

د يونيسکو ترمخه سږ کال تراوسه پورې يونيسکو ويلي که د ملګرو ملتونو لخوا ژورنالسټانو ته د تحفظ په پلان عمل ونه شو نو دې سره به ژورنالسټانو ته ورپېښ حالات نور خراب شي.

يادې ادارې ويلي په دغه موده کې په پاکستان کې ۳۰ ژورنالسټان وژل شوي دي.

پاکستان کې په موجوده وخت کې ژورنالسټان د کومو ستونزو سره مخ دي؟، په دې اړوند د پاکستان د قبايلي سیمو د ژورنالسټانو د سازمان پخوانی مشر صفدر دواړو وايي په ملکي کچه قامي رسنۍ په بشپړ ډول د فشار ښکار دي او ژورنالسټان په ازاده صحافت نه شي کولی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د دې ترڅنګ بهرنۍ يا نړیواله ميډيا او کار کوونکو ژورنالسټانو ته یې ګڼ شمېر ستونزې ورپېښې دي.

"نن سبا که ته په پاکستان کې وګورې که ته ټي وي سکرين ګورې او که اخبار، خو هغه شان صحافت په نظر نه راځي کوم چې پکار دی، قامي ميډیا دا وخت په بشپړډول د فشار ښکار ده او نشي کولی چې ازاد او رښتيا خبرونه وچلوي او هم دغه شان د ميډیا کار کوونکي په ټول پاکستان کې ازاد خبرونه نه شي ورکولی".

هغه وويل که څوک په ازاده خبر ورکوي نو د مختلفو ادارو لخوا ژورنالسټ او کورنيو ته یې ګواښونه کيږي.

داوړ زیاته کړه چې نه يواځې په خېبرپښتونخوا يا بلوچستان کې بلکې په مرکزي ښار اسلام اباد کې هم ژورنالسټان د فشار لاندې ژوند کوي.

د داوړ په وېنا که سياسي هلې ځلې وي او که د ترهګرۍ پرضد جګړه، ژورنالسټان رښتيا خبرونه نشي ورکولی د دولتي ادارو لخوا تيار خبرونه په قامي ميډيا خپريږي.

د يونيسکو د رپورټ ترمخه په خليجي عرب هېواد شام کې په یاده موده کې ۸۶، عراق کې ۴۶، مېکسېکو کې ۳۷، صوماليه کې ۳۶، پاکستان کې ۳۰ او برازيل کې ۲۹ ژورنالسټان وژل شوي دي.

د رپورټ ترمخه په وروستيو کې د ژورنالسټانو پرضد د تشدد او زورنو پېښې سېوا شوي دي.

په کال ۲۰۱۶م کې تر ټولو زيات ۱۳ ژورنالسټان په افغانستان کې وژل شوي وو، او رپوټ وايي پاکستان په دغو هېوادونو کې په پينځم نمبر دی په کوم کې چې ژورنالسټان د دغه ډول خطرو سره مخ کيږي.

په پاکستان کې په وروستيو کې د جمهوري حکومت د راتګ سره د سوشل ميډيا د لارې په ژورنالسټانو د فشار اچولو او د هغوی پرضد فعاليتونو سلسله دوام لري.

د پېښور نومیالی ژورنالسټ مشتاق يوسفزی وايي چې دا وخت پاکستان کې ژورنالسټان د بدترينه فشار سره مخ دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل "په پاکستان کې د تحريک انصاف حکومت چې کوم کار شورو کړی دی او د سوشل ميډيا د لارې صحافيان زورول کيږي او ده غوي پرضد عجيبه عجيبه فعاليتونه مخې ته راځي".

هغه وويل د پوځي حکمران نه څوک ګيله نه کوي ځکه چې د هغه سوچ دغسې جوړ وي خو که جمهوري حکومتونه داسې کوي نو دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده.

هغه زياته کړه "اوس په سياسي ليډرانو کې د خبر د زغملو توان ختم شوی دی، د جنرال پروېزمشرف په وخت کې داسې حالات نه ؤ څومره چې اوس په جمهوري دور کې صحافيان د فشار لاندې دي".

یوسفزی وايي يواځې جمهوري حکومتونه نا بلکې امنيتي ادارې هم میډيا د فشار لاندې ساتي او که يو ژورنالسټ خبر جوړ هم کړي خو ادارې د خبر چلولو نه انکار کوي.

يونيسکو وايي په نړیواله کچه ژورنالسټان نه يواځې وژل کیږي، بلکې تشدد پرې کيږي، تښتول، په زوره بې درکه کول او بندي کول يې هم سېوا شوي دي.

د رپوټ ترمخه ښځينه ژورنالسټانې د سوشل ميډيا د لارې سختې زورول کیږي.

اداره زیاتوي د کال ۲۰۱۲م راهسې د ژورنالسټانو د ساتنې دپاره د ملګرو ملتونود بشري حقونو په څانګه کې امنیتي شورا او يونيسکو ۱۲ قراردادونه وړاندې کړي او د ملګرو ملتونو لخوا په کال ۲۰۱۷م کې د ژورنالسټانو د ساتنې دپاره تګلاره هم منظوره کړی شوې ده. يونيسکو وايي بايد دا تګلاره عملي شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG