لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ له نیویارک ټایمز څخه د هغه چارواکي نوم غوښتی چې دده په اړه یې توندې خبرې کړي


 ولسمشر ټرمپ د نیویارک ټایمز د راپور په اړه د خبریالانو پوښتنو ته غوږ نیولی
ولسمشر ټرمپ د نیویارک ټایمز د راپور په اړه د خبریالانو پوښتنو ته غوږ نیولی

یوه ورځ وروسته له هاغې چې د یو ناڅرګند جګ پوړي حکومتي چارواکي له خولې د نیویارک ټایمز په یوې مقاله کې ولسمشر ډانلډ ټرمپ لغوړن (له اخلاقو لېرې)، بې پروا، پریوتی او بې کاره کس وبلل شو، د ټرمپ د ادارې د لوړ پوړو چارواکو له خوا د داسې خبرو د ردولو بهیر پیل شوی.

ولسمشر ټرمپ په نیویارک ټایمز ورځپاڼې نيوکه کړې او غوښتنه يي کړې چې د ورځپاڼې مشران دې د ده د ادارې دغه نامعلوم چارواکی په ګوته کړي.

د بهرنيو چارو وزير ماېک پمپيو دا خبره د هندوستان د سفر پر وخت کړې او ويلي یې دي، چې د رسنیو دغه ډول هڅې ډېرې خفه کونکې دي.

د ولسمشر مرستیال ماېک پېنس هم ددغه نامعلوم چارواکي په مقاله کې د مرستې کولو نه انکار کړی.

د هغه وياند په ټوېټر ويلي ماېک پېنس داسې خبرې نه شي کولی.

نيويارک ټآېمز ورځپاڼه وايي، دغه معلومات ورته د ولسمشر ټرمپ د ادارې يو جګ پوړي چارواکي کړي او که دوي يي نوم ښکاره کړو نو د هغه دنده یا نوکري به له ګواښ سره مخ شي.

د دغې مقالې ليکوال وايي، د صدر ټرمپ ډېرې غلطۍ د هغه په انتظاميه کې ناست چارواکي پخپل سر سموي او زياتوي، چې د صدرټرمپ د اړي ګړي پر وخت کې به دا هم امريکايي ولس ته لوي ډاډ ورکړي چې په واېټ هاوس یا سپینه ماڼۍ کې داسې چارواکي ناست دي چې صدر ټرمپ ترې ځينې پرېکړې نه شي کولی.

ټرمپ په دغه مقاله نيوکې کړي او ويلي یې دی، چې په دې خبره باور نه کوي چې ګواکې د ده په اداره کې به داسې چارواکی وي او دی به پرې خبر هم نه وي.

ډانلډ ټرمپ په ټوېټر ليکلي:

" ایا رېښتيا هم د ده په اداره کې دغه ډول په نوم جګ پوړی چارواکی وجود لري او که دا بيا هم د نيويارک ټاېمز يوه درواغجنه سرچينه ده، او که دغه بې ضميره نامعلومه چارواکی په رښتیا هم وي نو د ملي امنيت په خاطر دې نيويارک ټاېمز ولس ته په ګوته کړي"

دغه غوښتنه ژر وروسته له هاغې رامنځ ته شوه کله چې ټرمپ په ټوېټر باندې یواځې د یوې کلیمې پیغام واستوه چې هغه د ټریسن یا غدارۍ کلیمه وه.

ټرمپ د شورو یا چهارشنبې په ورځ ددغې مقالې په اړه وویل، چې دا یوه نیمګړې مقاله ده او په دې ورځپاڼې باندې یې پراخې نیوکې وکړې.

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل:

"د دوی ډانلډ ټرمپ نه خوښېږي او زما دوی نه خوښېږي ځکه دوی ډېر درواغجن خلک دي. "

ده په مقاله کې د یاد شوي چارواکي په اړه لیکلي دي، چې دی د خپلو نظریاتو بیانونکی دی او کیدای شي دا داسې کس وي چې ناکام وي او دلته یواځې د غلطو دلایلو لپاره وي.

ټرمپ خپله شپه په دې ټویټ باندې پای ته ورسوله چې:

"زه د ګندګۍ پاکول غواړم او ګندګي بېرته زما پرضد جګړه کوي. اندېښنه مه کوئ مونږ به یې وګټو. "

یوه خبره په دغې تبصرې کې دا هم ده چې د ۲۵ بدلون یا ترمیم د راپورته کولو ګونګسې دي خو هېچا نه غوښتل چې په ناڅاپي توګه یو قانوني بحران رامنځ ته شي.

د امریکا د اساسي قانون په ۲۵ بدلون کې له واک څخه د ولسمشر د لېرې کېدو په اړه خبره شوې.

د ټرمپ د څرګندونو وروسته د سپینې ماڼۍ ویاندې سېرا هوکبي سېنډرز په یو بیان کې دغه مقاله خفه کونکې، بې احتیاطه او خود غرضه ګڼلې.

سېنډرز دا هم لیکلي دي، چې ټایمز باید بخښنه وغواړي او د داسې مقالو چاپ د هغو ازادو رسنیو د هڅو دوام دی چې غواړي ولسمشر ته زیان ورسوي.

د بې نومه سرچینو تر نامه لاندې د داسې مقالو د خپرولو له امله مېرمن سېنډرز لیکوال په دې تورن کړی دی چې هېواد په لومړي ځای کې نه ګڼي بلکه خپل ځان او خپل غرور ورته د امریکایانو له غوښتنو څخه پورته ښکاري.

دغه مقاله د تېرې نهې یا سې شنبې په ورځ د خبریال باب ووډ وارډ د نوي کتاب په څېر رول ادا کړ په کوم کې چې ادعا شوې د ټرمپ همکارانو مهم اسناد د هغه له میز څخه غلا کړیدي.

ټرمپ د شورو یا چهارشنبې په ورځ په وار وار دغه کتاب چې د فیر: ټرمپ ان ده وایټ هاوس (ويره: ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې) نومېږي د یوې افسانې نوم ورکړ.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG