لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسیه، ترکیه او ایران د سوریې په اړه نن خبرې کوي


ټاکل شوې ده چې د روسیې، ترکیې او ایران مشران به نن د جمعې په ورځ په تهران کې سره راټولیږي تر څو په سوریه کې د یاغیانو تر ولکې لاندې د وروستي ښار ادلیب د برخلیک په اړه خبرې وکړي.

داسې وېره ده چې د سوریې او روسیې ځواکونه غواړي د ادلیب د نیولو لپاره ګډ پوځي عملیات پیل کړي په کوم کې چې ښايي ستر بشري ناورین رامنځ ته شي.

د روسیې او سوریې ځواکونو لا له مخکې په روانه اونۍ کې په ادلیب ښار کې په یو شمېر ځایونو باندې هوایي بریدونه پېل کړي دي.

په ادلیب ښار کې دا مهال کابو درې میلیونه کسان ژوند کوي چې په هغو کې ترکیه پلوي یاغیان، د اسد ضد سیالې ډلې، او د القاعده پورې تړلې حیات تحریر الشام ډلې کسان هم دي.

د سوریې د چارو کارپوه کیلې اورتون وايي په یو ښار کې ددې ټولو مخالفینو راټولول د سوریې او روسیې د اوږدمهاله تګلارې یا سټراتېژۍ یوه برخه ده.

"دوی یې ټول په ادلیب کې سره راټول کړل تر څو یې په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي. دوی کولای شي خپلو عملیاتو ته د ترهګرو پرضد د جګړې نوم ورکړي. ددوی هدف به بیا هم هغه ملکي وګړي وي کوم چې د اسد پرضد اوه کاله مخکې راپاسېدلي وو. موخه به دا وي چې بغاوت ختم شي او دغه ښار په بشپړه توګه بېرته تر کنټرول لاندې راشي. "

د سوریې لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډیمسټورا په روانه اونۍ کې خبرداری ورکړ چې کیدای شي ددغو عملیاتو پرمهال یو بشري ناورین رامنځ ته شي.

"له همدې امله ما له ولسمشر پوتین او اردوغان څخه وغوښتل چې په دې مسله دې خبرې وشي او د وروستي حل په تخنیکي اړخ باید غور وشي. "

ترکیې په ادلیب او له سوریې سره د پولې په اوږدو کې خپل پوځي شتون زیات کړی او د اورتون په وینا هڅه کوي په سوریه کې خپل اغیز پراخ کړي.

"له دې سره اوس ځینې مخالفتونه رامنځ ته کیږي ځکه روسیه تر دې مهاله توانېدلې چې له ایران، اسد، اسرایلو او ترکیې سره ښې اړیکې ولري خو اوس باید د خپلو دوو ملګرو ترمنځ یو اړخ وټاکي یعنې په ادلیب کې به یا د ترکیې او یا به د اسد او ایران مني. دوی ښايي دداسې یو تړون هڅه وکړي چې دغه ښار اسد او ایران ته له جګړې پرته پرېږدي. "

خو دا چې ایا اردوغان به دغه ډول تړون ومني او که نه دا به وروسته روښانه شي.

اورتون وړاندې وویل، که ترکیې ته باور ورکړل شي چې پي کې کې به ادلیب ته نه راځي نو دا چانس شته چې ورسره یې ومني. او که دا یقیني شي چې کډوال به د ترکیې پر لوري نه ځي نو بیا یې هم ښايي ورسره ومني.

دی زیاتوي، ستونزه په دې کې ده چې ایرانیانو او د سوریې رژیم د پي کې کې روزل پېل کړیدي او ددې خبرې لپاره کمپاین کوي چې دوی به له خپلو سرتیرو سره راځي.

څېړونکي په دې اند دي، چې د ادلیب په مسله کې امریکا او د هغوی متحدینو ته مرکزي رول نه شته او داسې ښکاري چې پرېکړه به د ماسکو، انقرې او تهران په لاسونو کې وي.

د امریکا ولسمشر دانلډ ټرمپ په روانه اونۍ کې ویلي وو، چې نړۍ د سوریې د حکومت، ایرانیانو او د دوی د روسي ملاتړ کونکو اقدامات څاري او خبرداری یې ورکړ چې امریکا به ډېره زیاته په غوصه شي که چېرې هلته د خلکو قتل عام وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG