لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ آر ډبلیو: په تېرو لسو کلونو کې په پاکستان کې ۸۵۰ تعلیمي ادارې زیانمنې شوې


که څه هم د پاکستان له حکومت او ادارو سره داسې کره شمېر نه شته، چې د یوولسم سپټمبر له پېښې وروسته په دې هېواد کې په ترهګرۍ او ترهګرۍ ضد جګړه کې تعلیمي ادارو ته څومره زیان رسېدلی، خو د بشري حقونو د څار نړیواله اداره (ایچ آر ډبلیو) وایي، په تېرو لسو کلونو کې د پاکستان تر ۸۵۰ زیاتې تعلیمي ادارې په بشپړه یا برسېرنه توګه تباه کړل شوې دي.

ایچ آر ډبلیو وایي، د دغو تباه شویو تعلیمي ادارو ۸۰ فیصده یې د پښتونخوا او قبایلي ضلعو دي، چې سرکاري سکولونه او کالجونه پکې شامل دي او وایي چې اکثره یې د نجونو تعلیمي ادارې دي.

په رپوټ کې چې پر تعلیمي ادارو کومې بوږنوونکې حملې یادې شوې دي، په هغوی کې د پېښور پر آرمي پبلک سکول د ۲۰۱۴م کال د دسمبر د ۱۶مې خونړی برید دی چې د څو استادانو په شمول ۱۳۰ ماشومان پکې وژل شوي وو. همدارنګه د چارسدې پر باچا خان پوهنتون او د پېښور پر زرعي پوهنتون شوي ترهګر بریدونه هم په رپوټ کې یاد شوي دي.

که څه هم د پښتونخوا تېر حکومت دعوه کوله، چې په ترهګرۍ کې تباه شوي زیات شمېر سکولونه یې بیرته جوړ کړي دي، خو د پېښور د آرمي پبلک سکول په پېښه کې د وژل شوي ماشوم صاحبزاده عمرخان پلار فضل خان ایډوکېټ وایي، چې زیاتره تعلیمي ادارې هماغسې ړنګې پرتې دي:

"کوم سکولونه چې تباه شوي وو او د کومو ماشومانو او جینکیو د تعلیم سلسلې چې پرې شوې وې هغه هغسې بحال نه شوې کوم چې پکار وو، بلکې یو شمېر طالبعلمانو خپل سبقونه پرېښول، ځکه چې هغوی له کوره بې کوره شول. د جینکو چې کوم سکولونه او کالجونه دي هغه خو بېخي فعال شوي، د هلکانو چې کوم سکولونه وو هغه هم له ستونځو سره مخ شول".

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره د حکومتي شمېرو په اساس دعوه کوي، چې دا مهال په پاکستان کې ۲۵ میلینه ماشومان له سکولونو بهر دي او علت یې د سکولونو کمی ښيي.

د حکومتي شمېر په بنیاد پاکستان دا وخت د سیمې د هغو هېوادونو په کتار کې تر ټولو په لاندې درجه دی چې د تعلیم لپاره لږ پیسې ځانګړې کوي او دا پیسې کله هم د ټولې کالنۍ بودیجې تر ۲.۵۰ نه دي زیاتې شوې.

په پاکستان کې د ۲۰۱۷م او ۱۸م کلونو په بودیجه (بجټ) کې د تعلیم لپاره ۹۰۲ اربه ځانګړې شوې وې، چې د ټولې بودیجې ۲.۳۰ فیصده جوړېږي، خو د تعلیمي چارو کارپوهان وایي، د تعلیمي بودیجه تر ۶۰ فیصده زیاتې پیسې په تنخاګانو ولګول شي او پرمختیایي چارو ته ډېرې لږ پیسې پاتې شي.

د تعلیمي چارو پوهان غوښتنه کوي چې په پاکستان کې دې د تعلیم بودیجه د سیمې د نورو هېوادو غوندې ۵ یا ۶ فیصده ته پورته کړل شي، خو وایي که داسې ونه شي نو په دې هېواد کې به د تعلیم کچه همداسې ټیټه وي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG