لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کورمې اتياکلن ګلبت خان په کوم جرم په جېل کې ساه ورکړه؟


په پخوانۍ قبايلي سيمه منځنۍ کورمه کې د سوپ سټون يا د صابن د کاڼي په درنګ د پاړه څمکني د دوو قامونو ګنداو او حاجي خېلو تر منځ د شخړې په سر چارواکو د دواړو خواوو نه ۳۵- ۳۵ مشران نيولي وو.

د فرنګي د وخت قانون ایف سي آر چې په پښتونخوا کې د قبايلي سيمو له ورګډېدو وروسته څو مياشتې وړاندې ختم شوی خو د کورمې انتظامیې بيا هم د ایف سي آر د قانون لاندې د اجتماعي ذمه واريو په جرم کې د پاړه څمکني مشران نيولي چې یو پکې اتيا کلن ګلبت خان وو.

انتظاميې د نيولو سمدستي پس د ګنداو قام مشران خوشي کړل خو د ګلبت خان په ګډون د حاجي خېلو 35 مشران يې بندي وساتل.

د دې قام نورو مشرانو د چارواکو نه غوښتنه وکړه چې په نيول شوو مشرانو کې يو شمېر ناروغان دي او دارو درمل هم ورسره نه شته، دوی دې خوشي کړي خو انتظاميې په دغو خواستونو غوږ و نه ګراوه.

تېره ورځ اتيا کلن ګلبت خان چې د زړه ناروغه وو په زندان کې ساه ورکړه.

د ټرایبل سټوډنټس فېډرېشن ځوانانو د شوکت عزيز په مشرۍ کې په پاړه چنار کې د ډي سي او د دفتر مخې ته احتجاجونه وکړل او د انتظاميې په ضد يې نعرې ووهلې او د چارواکو نه يې په سمدستي توګه د دې غیرقانوني نيولو د تحقيقاتو امر وکړ.

د مظاهرې ګډونوالو د کورمې په انتظاميه ټکونه (نیوکې) وکړل چې د ظلم قانون ایف سي آر ختم شوی خو د دوی د ظلم او جبر په رويه کې بدلون نه دی راغلی.

د دغې سيمې نه د ډيوه خبريال ابراهيم شينواری وايي، په کورمه کې پوځي چارواکو د حاجي خېل قام احتجاجي مظاهرينو ته ډاډ ورکړ چې دوی به د دغې نيولو پلټنې کوي.

رپوټونه وايي چارواکو د دغې پېښې په سر د پاړه څمکني تحصيلدار او صوبېدار مېجر د خپلو څوکيو نه معطل کړي دي.

د مرکزي کورمې په ډي سي او بصير خان تور دی چې ده د پاړه څمکني د سوپ سټون لانجمنه ټېکه شپږ مياشتې وړاندې د وزيرستان يو خپل کليوال ته ورکړې وه، چې په سر يې د دواړو قامونو تر منځ کشاله جوړه شوې وه.

د پاکستان د مسلم ليګ ن حکومت د خپل واک په آخيرنيو ورځو کې د مۍ په مياشت کې په پښتونخوا کې د قبايلي سيمو د ورګډولو منظوري ورکړې چې ورسره د فرنګي د زمانې تور قانون اېف سي ار هم له منځه تللی خو بيا هم وخت په وخت په دغه سيمو کې ځايي خلک د پخواني تور قانون لاندې ځورول کيږي، چې يو مثال يې د اتياکلن ګلبت خان دی او په کوم جرم چې هغه نيول شوی وو هغه هم له دې قانون سره سم ختم شوی وو.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG