لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګلستان کې د قبايلي دښمنیو هوارولو دپاره په شپږمه ورځ جرګه روانه ده


د بلوچستان امن جرګې په ګلستان کې جرګه روانه کړې تر څو په سيمه کې نزدې دوه لسيزې پخوا پېل شوې د پښتنو قبايلي دښمنۍ هوارې کړي.

د بلوچستان قلعه عبدالله ضلعې مرکز ګلستان کې د روانې جرګې نن د اتوار، يکشنبې ورځ شپږمه ورځ ده چې د امن جرګۍ مشران او ځايي خلک راټوليږي تر څو د دښمنو د هوارولو دپاره عملي ګامونه پورته او تګلاره جوړه کړي.

ګلستان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پلارنۍ سيمه ده او خپله د نوموړي د خېل حميدزي او بل خېل غبيزي ترمنځ په ۱۹۹۰ کې دښمني پېل شوې چې تراوسه پورې روانه ده.

د امن جرګې مشر لالا يوسف خلجی

​د امن جرګې مشر لالا يوسف وايي، دوی د ټولې علاقې د دښمنو هوارولو دپاره جرګه راجوړه کړې، ځکه چې دغو دښمنو د ځوانانو په تعليم، د علاقې د خلکو په ژوند او کاروبارونو سختې بدې اغېزې کړي دي.

"مونږ يقين لرو چې الله تعالی به راباندې مهربانه شي او دغه ستونزې او مشکلات به خدای ختم کړي".

نوموړي د جرګې په سر کې (کلاشنکوف) اور ته اچولی او دغه ټوپک يې د دښمنو سرچينه ګرځولې ده، هغه ويلي د پښتنو نه ټوپک اخلي او په لاسو کې ورته د قلم ورکولو هڅه کوي.

د ۱۹۹۰ راهسې پېل شوې دښمنۍ

​ګلستان کې په کال ۱۹۹۰م کې د اڅکزي قبيلې د حميدزي چې مشري يې محمود خان اڅکزی کوي او غبيزي څانګې چې مشري يې احمد خان کوي، ترمنځ دښمني پېل شوې چې تر اوسه روانه ده او دواړو خواؤ ته پکې ډېرې مرګ ژوبلې اوختي دي.

له دغې وروستو په علاقه کې د نورو قبايلي کورنيو تر منځ دښمنۍ پېل شوي او د جرګې ترمخه دا وخت په علاقه کې غټې وړې ۳۷ دښمنې روانې دي او تراوسه په ټولو کې د ۳۰۰ نه زيات کسان وژل شوي دي.

جرګې ته د علاقې د خلکو هر کلی

ملک هاشم کاکړ وايي دوی د دغه امن جرګې هرکلی کوي او هڅه به کوي چې د جرګې د لارې په علاقه کې موجودې دښمنۍ ختمې کړي.

د ښاغلي کاکړ په وېنا چې يو ځل دوی په علاقه کې په دښمنو هوارو کې کامياب شي دغه لړۍ به د پښتانه وطن نورو برخو ته وغځوي.

اسدخان غبيزی چې د محمود خان د خېل سره يې دښمني ده، دوی د جرګې د خېمې څنګ ته خپله خېمه لګولې او ويلي يې دي د خپل خېل له طرفه هر ډول مرستې تيار دی.

دوه ورځې وړاندې د ګلستان کم عمره هلکانو د جرګې په ملاتړ يوه مظاهره کړې او ویلي يې دي که مشران يې روغه نه کوي دوی تيار دي دښمنۍ ختمې کړي.

جرګې کميټي جوړه کړې

جرګې پرون د خالي، شنبې په ورځ کميټي جوړه کړې ده او دا کميټي به د کورنيو يا خېلونو څخه د روغې جوړې دپاره واک اخلي.

کمېټۍ د سلېمان خېل کاکړ او سيګي ترين ترمنځ د روغې دپاره د واک ترلاسه کولو هڅې پېل کړي او اختيار يې ترې غوښتی او د سولې سپين بېرغونه يې دواړو خواؤ ته وړلي دي.

د جرګې خېمه

د جرګې دپاره په خلاص مېدان خېمه لګول شوې بهر ترې سپين بېرغ لګول شوی (امن جرګه) پرې ليکل شوي دي.

د جرګې مشران وايي خپل خرڅ خوراک کوي او د سيمې په خلکو يې غږ کړی چې د جرګې خېمې ته ورشي خپل تحفظات وړاندې کړي.

نن جرګې ته د عوامي نيشنل ګوند د بلوچستان صوبې مشر اصغرخان اڅکزی (اېم پي ای) هم ورغلی څوک چې د اڅکزيو د اشېزي ښاخ مشر دی.

لالايوسف وايي تر څو ګردو قبایلي خېلونو د روغې جوړې اختيار نه وي ورکړی تر هغې دوی د جرګې څخه نه پاڅي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG