لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د باچاخان ژوند لیک (زما ژوند او جدوجهد) په دري ژبه په کابل کې چاپ شو


افغان لیکوال او شاعر فاروق فردا په شلمه پېړۍ کې د برصغیر د پښتون سیاستوال او د خدایي خدمتګار تحریک د مشر عبدالغفار خان باچا ژوندلیک (زما ژوند او جدوجهد) له پښتو څخه دري ژبې ته ژباړلی، چې په کابل کې د سرحدونو او قبایلو وزارت چاپ کړی دی.

په دري ژبه چاپ شوی دغه کتاب ته د (خان عبدالغفار خان: زندگی، تلاش و مبارزه ی من) نوم ورکړل شوی او پر دوتنه (ټایټل) یې د باچا خان په لاس جوړ شوی انځور ورکړل شوی او د 500 ټوکو په شمېر په 662 مخونو کې چاپ شوی دی.

د کتاب ژباړونکي فاروق فردا د وي.او.اې ډیوه ویبپاڼې ته وویل، په افغانستان کې څلوېښت کلنې جګړې ورته په ډاګه کړه چې د تشدد له لارې هیڅ مشکل نه شي حل کېدای ځکه یې نو د دري ژبې لوستونکو ته د عدمِ تشدد د تګلارې د ور پېژندنې لپاره د باچا خان کتاب و ژباړه:

"دعدم تشدد ښېګني او په خلکو کې د همغږئ راوستلو دپاره لارې چارې خورا مهمې دي. زه د پښتون قوم پر ارزښتونو دغېر پښتانه قومونو د پوهولو د اصل په نظر کې نیولو سره وپتېیله چې تر دې ښه اثر بل نشته.ځکه مې هوډ وکړ اود ژباړې د پاره مې کار پېل کړ".

د عوامي نېشنل ګوند یوه مشر پخواني سنېټر او لیکوال افراسیاب خټک پر ټویټر د دې کتاب د ژباړه او چاپېدل د افغانستان د دري ژبې د لوستونکو لپاره ګټور بللي:

"دا کتاب به د دري ژبې ویونکي او لوستونکي د باچاخان له ژوند او مبارزې خبر کړي".

په (زما ژوند او جدوجهد) کتاب کې عبدالغفار خان د شلمې پېړۍ د دویمې لسیزې له پیله راهیسې د خپل شخصي ژوند، تعلیم، سیاسي مبارزې، خدایي خدمتګار تحریک، د هند د خپلواکۍ د مبارزې، د عدمِ تشدد د تګلارې او د پښتنو د قومي سیاسي ازادۍ په اړه په ساده ژبه د خپلې مبارزې بیان کړی دی.

پر ټویټر د فرهاد په نوم یو تن د باچا خان د ژباړل شوي کتاب لوستلو ته خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده او لیکلي یې دي: "زه د فارسي ژبې ویونکی یم او تر اوسه مې د ده [باچا خان] په اړه یو څه لوستي دي. زه ډېر تږی یم چې د ده په اړه نور څه هم ولولم".

تر دې وړاندې د باچا خان د لیکلي ژوندلیک (زما ژوند او جدوجهد) لنډیز په لاهور کې سانج کتابخانې هم په اردو ژبه چاپ کړی، د دې تر څنګ په کوریایي، جرمني، انګرېزي، عربي او ځینو نورو بهرنیو ژبو هم ژباړل شوی او چاپ شوی دی.

ښاغلی فاروق فردا وایي تر دې د مخه یې هم د خان عبدالغفار خان د لنډو ویناوو یوه کوچنۍ رساله یا کتابګوټی هم په پښتو او دري دواړو ژبو ترتیب کړی، چې وایي یوه پر علم و ادب مین افغان حاجي خان د لسو زرو په شمېر چاپ کړی دی.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG