لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي کوریا: شمالي کوریا ښايي ۶۰ اټومي بمونه ولري


شمالي کوریا نن د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، دوی به له شمالي کوریا سره د جګړې د پای ته رسېدو د رسمي اعلان په بدل کې د خپلو اټومي وسلو پروګرام بند نه کړي.

د شمالي کوریا د رسمي خبري رسنۍ د څرګندونو له مخې د سولې د رسمي تړون څخه د شمالي کوریا د بې اټومې کېدو په بهیر کې کار نه اخیستل کېږي.

د سولې د رسمي تړون خبره د پیانګ یانګ، سویل او واشنګټن ترمنځ د کوریا د ټاپو د بې وسلې کېدو پرسر په دې وروستيو ډپلوماټیکو خبرو کې راپورته شوېده.

خو امریکا د شمالي کوریا دا غوښتنه رد کړېده چې په بشپړه توګه د اټومي وسلو د پروګرام له درولو مخکې دې د ۱۹۵۳ کال د جګړې د پای رسمي اعلان وکړي.

د شمالي کوریا دولتي خبري رسنۍ وايي، امریکا د پیانګ یانګ د اټومي بې وسلې کېدو په بهیر کې زیات څه غواړي خو د لږو وړاندیز کوي.

د کوریا خبري رسنۍ وايي، په جون کې د امریکا او د شمالي کوریا ترمنځ د سرمشریزې راوروسته باید په کوریا باندې نړیوال بندیزونه لیرې کړای شوي واي خو داسې و نه شول.

بل پلو د جنوبي کوریا د یوالي یا یونيفېکېشن وزیر چو میانګ ګیانګ د نهې یا سې شنبې په ورځ پارلمان ته وویل، دی باور لري چې شمالي کوریا ښايي تر ۶۰ پورې اټومي بمونه ولري.

په ورته وخت کې تېره اونۍ په ملګروملتونو کې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر رې یانګ هو وویل، هېواد یې د اقتصادي پرمختګ لپاره د بې اټومي کېدو له بهیر سره لیواله دی.

خو ده وویل، چې حکومت به یې تر هغو پورې په یو اړخیزه توګه خپلې اټومي وسلې بندې نه کړي تر څو واشنګټن له خپل اړخه لازم ګامونه پورته نه کړي.

ده دا هم وویل، چې په شمالي کوریا د بندیزونو ساتل د دوښمنۍ د دوام یوه نښه ده.

د پیانګ یانګ لخوا د اټومي پروګرام د درولو پرسر د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ ناندرۍ لا روانې دي او ویل کیږي چې ټرمپ او کېم په تېر جون کې د سینګاپور له سرمشریزې راوروسته په خپلو کې په یوې بلې ناستې باندې کار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG