لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مهم نړیوال خبرونه


یزیدیانو په عراق او په ګرده نړۍ کې وروسته له هاغې خوشحالي وکړه کله چې په ناروې کې د نوبل کمېټې خپله د ۲۰۱۸ کال د سولې جایزه یزیدۍ مېرمنې نادیه مراد ته ورکړه.

نادیه مراد هغه یزیدۍ فعاله ده چې په عراق کې د داعش لخوا د جنسي غلامې یا کنیزې په توګه په زور سره ساتل شوې وه.

د نوبل د سولې کمېټې د مېرمن مراد ستاینه وکړه چې هغه ټولنیز دودونه یې مات کړل په کومو کې چې په داسې حالاتو کې ښځې خاموشه پاتې کیږي او شرمیږي.

مېرمن مراد به دغه جایزه د ناجیریا له ډاکټر ډینیس مکویج سره شریکوي چاچې د زرګونو هغو مېرمنو درملنه کړې کومې چې د جنسي تیري او جنسي تاوتریخوالي ښکار شوې وې.

--------------------

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو اسیا ته د خپل سفر پرمهال د جمعې په ورځ وویل، دی به په دې سفر کې د شمالي کوریا له رهبر کېم جان اون سره هم وګوري.

په روان کال کې شمالي کوریا ته د پمپیو دا څلورم سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې واشنګټن او پیانګ یانګ د خپلو مشرانو د دوهمې سرمشریزې لپاره کار کوي.

پمپیو ددې اونۍ په سر کې هیله څرګنده کړې وه چې دوی به نه یواځې د سرمشریزې بلکه د بې اټومي وسلې کېدو په برخه کې هم لا نور پرمختګ وکړي.

خو څېړونکي وايي، د اټومي بې وسلې کېدو په برخه کې به د دوهمې سرمشریزې ريښتینې پرمختګ له ننګونو یا چلنجونو سره مخ وي.

------------------

ملګرو ملتونو د اندونیزیا د ۱۹۱۰۰۰ زلزه ځپلو سره د مرستو لپاره له نړیوالې ټولنې څخه د څه باندې ۵۰ میلیونو ډالرو غوښتنه وکړه.

ملګروملتونو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د مرستو دغه پراختیايي پروګرام د اندونیزیا د حکومت له چارواکو سره په مشورې چمتو کړی دی.

د اندونیزیا په سولاویسې کې د تېرې اونۍ په زلزله کې تر ۱۵۰۰ زیات کسان مړه او تر ۲۵۰۰ زیات نور سخت ژوبل شوي دي.

ملګروملتونو په یو بیان کې دا هم ویلي چې ۱۱۳ کسان لا تر اوسه هم بې درکه دي او کابو ۷۰۰۰۰ کسان نورو سیمو ته بې ځایه شوي دي.

------------------

دوو مهمو سناتورانو سوسن کولنز او جو منچن ویلي، دوی به د امریکا د سترې محکمې څوکۍ لپاره د قاضي بریټ کوانا لپاره د تایید رایه ورکړي.

د امریکا سېنېټ یا سنا ته جمهوري غوښتونکې سوسن کولنز وویل، د کوانا پرضد د شویو ادعاو په برخه کې شواهد نه وو موجود او زیاته یې کړه چې د هغې پرېکړې ته باید په دې سترګه و نه کتل شي چې د جنسي تیري ادعاوې کم ارزښته ګڼل کیږي.

ډیموکراټ سناتور منچن څو شېبې وروسته بیا په یو ټویټ کې ولیکل چې دی به د هغو معلوماتو له مخې د هو یا تایید رایه ورکړي چې ده ته رسېدلي دي چې په هغو کې د اف بي آی لخوا وروستی راپور هم شامل دی.

په کوانا باندې د پروفیسرې کرسټین بلیسې فورډ لخوا د جنسي تیري تور لګېدلی چې وايي په ۱۹۸۰یمې لسیزې کې یې په واشنګټن کې په یو کور کې په هغې جنسي تیری کړی وو خو کوانا دغه تورونه تېره اونۍ د امریکا د سېنېټ لخوا د پوښتنو ګروېږنو پرمهال رد کړل.

---------------

فلسطیني چارواکي وايي، اسرایلي سرتیرو د جمعې په ورځ په لاریون کونکو باندې ډزې کړي چې د یو ۱۳ کلن هلک په ګډون پکې دوه تنه وژل شوي دي.

پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې د حماس د وسلوالې ډلې غوښتنه د فلسطین یو شمېر وګړو د غذې د پټۍ نه تاو د اسرایلي دیوال پرضد په پنځو ځایونو کې لاریونونه وکړل.

د فلسطین د روغتیا چارواکي وايي، په دغې پېښه کې ۱۲۶ مظاهره چیان ژوبل شوي هم دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG