لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تورخم کې د زرګونو ولاړو موټرو چلونکو د انصاف غوښتنه کړې


په تورخم کې د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږ د موټرو چلوونکي دکابل او اسلام اباد له چارواکو څخه د انصاف اوعدلت غوښتنه کوي.

موټرچلوونکو ویلي، په افغانستان کې له تجارتي توکو خالي شوي په سلګونو خالي موټرې په میاشتو میاشتو په تورخم کې ولاړې دي خو یوازې هغو خالي موټرو ته د پاکستان پر لوري د تلو اجازه ورکول کیږي چې د دوواړو هیوادونو د ګمرګونو د چارواکو ترمنځ دپیسیو د اخیستلو معامله شوې وي.

اجمل افریدی وايي، د موټرو په اوښتلو کې عدالت نه پلی کیږي، د ورځې په اوږدو کې په تجارتي مالونو بار موټرو ته په تورخم دروازه د تلو راتلو اجازه وي خو تشو موټرو ته د اوښتو نوبت نه رسیږي.

افریدي وویل: ((چاته فریاد وکړو؟ نه دې غاړې څوک زمونږ غږ اوري او نه هغې غاړې، په میاشتو میاشتو زمونږ تشې موټرې ولاړې دي زمونږ اواز حکومتونو ته ورسوی او ډيره مهرباني به مو وي.))

د تورخم ګېټ بلې غاړې ته کلیرنګ ایجنټ نیازالدین شینواري له ډیوې سره په خبروکې د افغان حکومت په ګمرکي چارواکو تورلګوي چې خالي موټرو ته د هغوی لخوا د ور اوښتلو اجازه نه ورکول کیږي.

د افغانستان د مالی وزارت ویاند شمروزخان مسجدي له ډیوې سره په خبرو کې ویلي په تورخم کې د مالیې وزارت اداري چارواکي د پاکستان لوري ته د خالي موټرو له اوښتلو سره ستونزه نه لري.

مسجدي ویلي، په سیمه کې د پاکستان نظامي او ملکي کارکوونکي د خالي موټرو د اوښتو پرمهال ستونزې رامنځ ته کوي او له همدې امله د افغانستان په خاوره کې د خالي موټرو د درېدو شمېر زیات شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:(( د رخصتیو په ورځ د پاکستان حکومت خالي موټروته د اوښتلو اجازه نه ورکوي، دویم په کاري ورځو کې یوازې ۵۰ موټرو ته له تورخم نه د اوښتلو اجازه ورکوي هغه هم له ماسپښین وروسته او بل د پاکستان ملکي او نظامي مامورین پر هر موټر چې ور اړولي له ۱۵ څخه د شل دقیقو پورې پوښتنې کوي او هغوی ته مشکلات جوړوي او دا ټولې چارې د افغانستان په خاوره کې د ډیرو موټرو دریدو سبب کرځي.))

مسجدي ویلي، زمونږ مامورین په سیمه کې هیڅ وخت د خالي موټرو د تګ پروړاندې مشکل نه جوړوي او هغوی ته اجازه ورکوي چې په اسانۍ سره له تورخمه واوړي.

د پاکستان حکومت د تجارتي او پوځي ادارو چارواکو په تورخم کې د خالي موټرو د اوښتلو پر وړاندې د دې ستونزې په تړاو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

خو دافغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو ویلي دا مهال شاوخوا دوه نیم زره خالي موټرې په تورخم کې ولاړې دي.

دې ادارې بیا د افغانستان او پاکستان له دواړو حکومتونو څخه غوښتنه وکړه چې د دې ستونزې د هواري لپاره اوسوداګرو ته د مشکلاتو درامنځ ته کیدو پرځای دې هغوی ته په تورخم کې سهولتونه رامنځ ته کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG