لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې ته یوه کتنه


د پېښور پوهنتون پښتو اکېډمي کال ۱۹۵۵م کې جوړه شوې ده او بنیادي وظیفه یې د پښتو ژبې خدمت، څیړنه، او د کتابونو او مقالو چاپ کول دي.

دغه پوهنتون په کال ۲۰۰۶ م کې د ایم فل او پي ایچ ډي ډګریانو ورکولو پروګرام هم پېل کړی دی.

د اکېډمۍ ډایریکټر پروفیسر ډاکټر نصرالله جان وزیر ډیوه ته وویل، اکیډمۍ تر دې وخته اولسو زده کونکو ته د ایم فل او اتلسو ته د پي ایچ ډي ډګریانې ورکړي او تر څلویښتو پورې نوز زده کونکي په زده کړو بوخت دي.

دغو زده کونکو په بېلا بېلو موضوعاتو څیړنیزې مقالې لیکلي او وړاندې کړې دي.

ډاکټر وزیر د هغې په هکله وایي، دې کې په ژبه، قواعدو، ګرامر، ادبیاتو یعني شعر او نثر، ادبي تاریخ او شخصیاتو او دغه راز پښتو کلتور او ادب سره تړلو موضوع ګانو باندې څیړنې لیکل شوې او خپرې شوې دي.

د اکیډمۍ ودانۍ کې بلخوا د پښتو څانګه یا پښتو ډیپارټمنټ هم موجود دی کوم چې د پښتو ژبې د ماسټرۍ یا ایم ای د ددو کالو پروګرام چلوي او د پنځوسو نه زیاتې څوکۍ لري خو تیر کال دې کې صرف څلورو او سږ کال اولسو زده کونکو داخله اخستې ده.

د زده کونکو د کمې شمیرې بیلا بیل وجوهات دي چې پکې نورو پوهنتونونو کې هم ددغه ډګرۍ یا پروګرام شتون او نورو پوهنتونونو کم فیسونه هم یوه وجه ده خو ډاکټر وزیر وایي، تعلیمي نصاب مهم کردار لوبوي او وایي بیشکه زمونږ نصاب کې به کمزوري وي خو د نصاب کمزوري د کتاب کمزوري نشي بلل کیدی او نصاب کې داسې مواد چې هغې کې ساینس، مذهب، او نورعلوم لکه فلسفه، ترجمه، څیړنه اوداسې نور کوم چې د وخت ضرورت دي، شاملول په کار وو.

دغه ډول د ایم ای پښتو د اخیري کال یو زده کونکی محمد یاسر وایي، اکیډمي او ډیپارټمنټ دواړه د پښتو ژبې او کلتور د ودې لپاره خدمت کوي خو وایي کوم کلتور او ژبه کې چې اقتصاد او منډهۍ نظر کې ونه ساتل شي پرمختګ به یې ګران شي او وایي پښتو باید د وخت او مارکیټ ضرورت وګرځي.

ډاکټر نصرالله وزیر هم په دې نظر دی او وایي، وړاندې به چې کومې مقالې د ایم فل او پي ایچ ډي لپاره لیکل کېدې هغه به په ډیرو روایتي موضوعاتو وې یعني فلانکی شاعر او د هغه فن، اکثره به تقابلي جاج اخېستل شوی وو او ټولنې ته به یې زیاته ګټه نه ورکوله.

ده وړاندې وویل، اوس مونږ خپلو شاګردانو ته وایو چې ژبو ته زیات زور ورکړئ، دویم ورته هدایت کوو چې په کلتور څیړنه وکړي او بل ورته وایو چې د ټولنې ستونزې د خپلو موضوعاتو برخه وګرځوي تر څو د ادب په ذریعه مسایل په ګوته شي.

دی زیاتوي، موجوده د ایم فل او پي ایچ ډي زده کونکو اوس په هاغو موضوعاتو خپلې څیړنې پیل کړې دي چې نه یواځې به ددوي علم کې د اضافې باعث وګرځي بلکې د ادب تر څنګ به د ټولنې هاغه مسایل هم روښانه شي په کومو چې نورو څانګو کې ډیر کم کار شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG