د امريکا له لوري پر ايران د لګول شویو نويو بنديزونو له کبله د ايراني تېلو قاچاک زيات شوی دی، چې د بلوچستان له سرحدي ښارونو پنجګور، ماشکېل او تفتان څخه نورو ښارونو ته په قاچاکي توګه وړل کيږي.
دغه ایراني تېل پر بلوچستان سربېره سیند، پنجاب او پښتونخوا ايالت ته هم په ناقانونه توګه رسول کيږي، د پاکستان سټېټ آيل یوه لوړپوړي افسر د شناخت پټ ساتلو په شرط وي.او.اې ډيوه ته وويل چي په يوه ورځ کې يو لک ليټر ايراني ډيزل او پټرول په کاچاکي توګه بلوچستان ته راوړل کيږي. هغه وويل چې د ايراني تېلو د راوړلو او زيات استعمال له کبله په بلوچستان کې د پي ايس او يا پاکستان سټېټ آیل تر سلو زيات پټرول پمپونه بند شوي دي.
د بلوچستان پټروليم ډيلرز ايسوسي اېشن ايالتي او مرکزي حکومت ته ليکلي چې د ايراني تېلو د زياتو کارولو له کبله د دوی قانوني پمپونه بند او روزګار يې په ټپه ولاړ دی. د پي ايس او د يو ټېنکر ډرايور محمد جاوید روان حالت په داسې توګه بيانوي:
"تقريباً له دوو هفتو موږ ولاړ يو، لوډونه نه سته، کاروبار مو ګرسره ختم سو، ولې چې ايراني ډيزل ډېر چليږي په ټولو پمپونو کې".
د کوټې د ګمرک يا کسټم محکمې ډپټي کلکټر مقبول احمد وایي چې پر لويه سطح د قاچاک اجازه هيچاته هم نه ورکوي. هغه وويل په تېرو څلورو مياشتو کې يې څلورنيم لکه ليټره ايراني پټرول او ډيزل نيولي دي:
"په روان مالي کال کې مو څلورنیم لکه ليټره ايراني ډيزل نيولي دي، چې قيمت يط شاوخوا څلورنيم کروړہ روپۍ دی، په بلوچستان کې ډېرې کچه لارې دي، غرونه دي، ميدانونه دي، کوچني کوچني کورونه دي، له هغه ځايونو قاچاک کيږي، د کسټم پولیس پر لويو لارو ډيوټي لري له موږ سره پولیس او وسایل کم دي".
په بلوچستان ايالت کې د ايراني تېلو په کاروبار کې که څه هم ډير خلک له بلوچو سيمو سره تعلق لري خو اوس د پښتنو سيمو بالخصوص د کوټې خلکو هم دې کار ته مخه کړې ده، د کوټې اوسېدونکی 22 کلن احسان الله وایي، کوزده یې کړې خو د واده روپۍ نه لري، د اووه لکه ولور ګټلو لپاره یې دغه لار خپله کړې ده:
"زه د ورځې اووه اته سوه روپۍ ګټم، زه چې خپل ولور پوره کوم په دې به ډېر وخت ولګيږي. په لاره کې اته- لس چیک پوستې دي، پر هره پوسته له موږه پيسې غواړي، که پيسې ور نه کړو بيا مو پولیس وهي ټکوي".
د ايران د سرکاري خبري ایجنسۍ (ایرنا) رپورټ دی چې وایي پاکستان ته د تېلو د قاچاک د زياتوالي له کبله ايران پر خپلو ملکي وګړو يو وار بيا ږغ کړی چې د ضرورت وړ تېلو د تر لاسه کولو لپاره دې خصوصي کارډونه جوړ کړي.
د ایرنا په رپورټ کې ويل شوي چې له ايرانه په يوه ورځ له لسو تر شل ميليونه ليټر تېل په غيرقانوني توګه وځي، چې زیاته اندازه یې پاکستان ته وړل کيږي. د پاکستان په پرتله په ايران کې پټرول لس چنده او ډيزل څلوېښت چنده ارزانه دي.