لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین پر کونسلګرۍ په پروني برید کې د کوټې اوسېدونکي پلار او زوی وژل شوي


په کراچۍ کې د چين پر کونسلګرۍ په سوي بريد کې د کوټې ښار د پښتون اباد دوه تاجران زوی او پلار هم وژل شوي دي.

د وژل سوي تاجر ورور حببيب الله په کوټه کې له رسنيو سره د خبرو په مهال وويل چې مشر ورور یې محمد ظاهر او د هغه زوی نياز محمد په کراچۍ کې د چين کونسلګرۍ ته د ويزې اخیستلو ته ورغلي وو، چې د وسلوالو په بريد کې ووژل سول۔

حبيب الله وويل چې د ورور او وراره له ناببره مرګ د رسنيو له لارې خبر سو:


"د سهار لس يوولس بجې به وې چې پر رسنيو مې د بريد خبر واوريد، ورور ته مې زنګ وواهه موبايل يې بند وو، د وراره پر موبايل مې زنګ روان وو ځواب يې نه وايه، بيا مې په کراچۍ کې له خپلوانو سره حال ونيو هغه د کراچۍ جناح هسپتال ته ورغلل، هلته هغو ته معلومه سوه چې دواړه شهيدان سوي وو"

حبيب الله وايي وژل سوی ورور او وراره یې د کپړو تاجران وو او له تېرو دېرشو کلونو یې له چينه کوټې ته رخت راووړ۔

په بريد کې د وژل سوي تاجر نياز محمد اووه لوڼه، درې زامن او يوه مېرمن تر شا پاته سول۔ حبيب الله وایي د ورور او وراره په وژل کيدو یې په کور کې وير دی:

"ټول کلي وال او د کور والا غمجن يو ، په دې انتظآر يو چي د مړيو جسدونه روارسيږي او خاورو ته يې وسپارو".

په کوټه کې د چين د کونسلګرۍ د نشتوالي له کبله د بلوچستان ايالت ډېری هه زده کوونکي چې په چین کې تعلیم کوي او تاجران د چين د ويزو اخیستلو لپاره کراچۍ ته ځي.

د کوټې يو تاجر عبدالرزاق وایي چې له بلوچستانه چين ته ماهیان، کویله، قيمتي کاڼي، مېوې او داسې نور شيان لېږل کيږي او له چينه رخت، اليکټرانک شیان، غالۍ، شړۍ، خوارکي توکي او ډېر نور شيان راوړل کيږي۔ د عبدالرزاق په وينا په کوټه کې د کونسلګرۍ د نشتوالي له کبله تاجران له ډېرو ستونځو سره مخ دي:


"موږ ته د ويزې په حصول کې ډېرې ستونځې وي، د ويزې اخيستلو لپاره کراچۍ يا اسلام اباد ته ځو، هلته په هوټلونو کې ورته اوسو. د چين له حکومته هيله لرو چې په کوټه کې به کونسلګرۍ جوړه کړي".

د روان کال د اکتوبر پر نهمه نېټه د کوټې په يو شخصي هوټل کې د چين 79مه ملي ورځ ولمانځل سوه چي د چين سفير ياو جینګ او د بلوچستان ګورنر امان الله ياسينزي هم پکې ګډون کړی وو. په خپله وينا کې د بلوچستان ګورنر د چين له سفيره په ګوادر او کوټه کې د کونسګرۍ د جوړولو غوښتنه کړې وه.

د چين سفير ياو جنګ د ګورنر د غوښتنې په جواب کې وويل چې د پاکستان او چین د اقتصادي لارې یا سیپېک له کبله بلوچستان چين ته ډېر ارزښت لري او هېواد یې غواړي چي په بلوچستان کې خلکو ته د کار بندوبست وکړي. چینایي سفیر وويل چې د بلوچستان د ګورنر پيغام به د چين حکومت ته ورسوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG