لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په عبدالولي خان پوهنتون کې د پښتو څانګه بدلول په سمدستي ډول ودرول شوي


په عبدالولي خان پوهنتون کې د پښتو څانګه د سخت مخالفت وروسته په بله څانګه کې نه ده ورګډه کړی شوې.

د خېبرپښتونخوا د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د پښتو د څانګې د هنري زده کړو (فنون لطیفه) په څانګه کې د ورګډولو عمل په سمدستي ډول ودرول شوی ځکه چې په پوهنتون کې د دغه عمل سخت مخالفت شوی دی.

په پوهنتون کې د پښتو د څانګې مخکنی مشر ډاکټر سهېل خان وايي د پوهنتون انتظاميې داسې پلان درلود چې د پښتو څانګه د هنري زده کړو په څانګه کې ورګډه کړي خو هغه يې سخت مخالفت وکړو.

نوموړي وي او ای سره په خبرو وويل چې د دغسې کولو وروسته د هغه نه بيا د پښتو د څانګې مشري اخیستل شوې ده، او د هغه په ځای بيا د پښتو څانګې استازه نګينه بي بي په ځای کړی شوې ده.

په سوشل ميډیا هم داسې ویل شوي چې په عبدالولي خان پوهنتون کې د پښتو څانګه ختمول کیږي.

خان زمان کاکړ په دغه اړوند په يو ټیويټ کې ویلي،

خو په پوهنتون کې د پښتو د څانګې اسټنټ پروفېسر ډاکټر ظفر وايي انتظامیې دوي ته ويلي ؤ چې که د پښتو څانګه غواړي نو په بله څانګه کې ورګډېدی شي.

نوموړی وايي دا وخت د پښتو څانګه په ازاد حيثيت په خپل ځای ده بدل کړی شوې نه ده.

هغه زياته کړه د پښتو د څانګې دا درېم کال دی او په تېرو دوه کالونو کې ۶۰ زده کوونکو دلته زده کړې ترسره کړي او روان کال د پښتو په څانګه کې داخلې روانې دي.

هغه وويل تراوسه پورې ۱۱ زده کوونکو داخلې کړي او د پوهنتون لخوا په تېرو دوه کالونو کې د زده کوونکو نه نيم فيسونه اخيستل کېده خو اوس پکې سېوا والی شوی او اوس د يو سمسټر په سر ۲۸زره روپۍ اخيستل کيږي.

خو سهېل خان ادعا کوي چې د هغه په وېنا د پښتو زده کوونکو ته فيسونه راکم کړی شوي وو ځکه چې د سائنس په زده کړو کې د تجربو او ليبارټريانو له امله مصرف زیات راځي.

هغه وويل د فيسونو راکمولو سره د پښتو د زده کړې دپاره د طالبعلمانو شمېر هم سېوا شوی ؤ.

نوموړی تور لګوي چې په ۱۵م دسمبر د پښتو د څانګې په بله کې د ورګډولو دپاره د پوهنتون انتظاميه غونډه کوي خو ظفر دغه ادعا ردوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG