لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان حکومت وایي په صوبه کې تر یو لک زیاتې کورنۍ له وچکالۍ اغېزمنې دي


کوټه ـــ د جګړه ځپلي او وچکالۍ ځپلي بلوچستان ایالتي حکومت وایي په صوبه کې تر یو لک زیاتې کورنۍ له وچکالۍ اغېزمنې دي، د صوبې د کورنیو چارو وزیر وایي وچکالي د خدای له لوري دہ، خو حکومت یې د خلکو د تاوان د مخنیوي هڅې کوي.

د بلوچستان د وزیراعلی په دفتر کې مطبوعاتو ته د وینا په مهال د کورنیو چارو ایالتي وزیر سلیم کھوسه وویل، چې په ایالت کې 20 ضلعې له وچکالۍ سرہ مخ دي، چې وایي له امله یې نه یواځې انسانان بلکې څاروي ھم له روانې وچکالۍ اغېزمن شوي دي.

ھغه وویل تر یو لک زیاتې کورنۍ او تر اوولس نیم لکه زیات ځناور او څاروي اغیزمن شوي دي.

سلیم کھوسه وویل چې له تېرې یوې لسیزې په صوبه کې پرله پسې بارانونه نه دي شوي ځکه وچکالي پسې و غزېده.

د ھغه په وینا دا هر څه د خدای له لوري دي د انسان له اختیارہ وتلي کارونه دي خو وایي حکومت یې دومرہ کولای شي چې د موثر پلان له لارې د خلکو د تاوان مخه ونیسي.

سلیم کھوسه وویل چې ایالتي حکومت خپلې ھڅې کوي او د اغېزمنو سیمو له خلکو سرہ به ضرور مرسته کوي او په دې لړ کې یې د ټولو ضلعو مرستیال کمیشنرانو ته لیکلي چې د خپلو ضلعو تفصیلي رپوټونه ژر تر ژرہ جوړ کړي او ایالتي حکومت ته یې وسپاري.

ښاغلي کهوسه وویل، د ملګرو ملتونو له لوري چې کومې 14 ضلعې په ایالت کې له وچکالۍ اغېزمنې شوې دي په ھغو ضلعو کې یې ھم سروې پیل کړې دہ.

ایالتي وزیر وویل چې په ټولو اغېزمنو ضلعو کې یې د انسانانو او ځناورو د درملنې د ډسپنسریو جوړولو فیصله کړې دہ، چې وایي په لومړي ځل به په ضلعو، تحصیلونو او یونین کونسلونو کې د مرستې دفترونه پرانیزي.

د سلیم کھوسه په وینا له مرکزي حکومت سرہ به د وچکالۍ په اړہ تماس نیسي او د مرستې غوښتنه به ځنې کوي. د ھغه په وینا د وچکالۍ د مخنیوي لپارہ یې د کمیټۍ جوړولو فیصله ھم کړې دہ.

ھغه وویل د بلوچستان د وزیراعلی په مشرۍ کې د کابینې غونډہ وشوہ او په ھغه کې یې اغېزمنو سیمو ته د پینځوس کروړه روپیو د مرستې فیصله کړې ده.

سلیم کھوسه وویل په اغېزمنو سیمو کې درخشان ډیویژن، نوشکي، چاغي، کچي، گوادر، پښین، کلا عبدالله، تربت، ږوب، کوټه او پنجګور شاملې دي.

مطبوعاتو ته د وینا په مهال ایالتي وزیر میټاخان کاکړله مرکزي حکومت او د پاکستان له وزیر اعظم عمران خان څخه د وچکالۍ ځپلو سیمو لپاره د خصوصي مرستې غوښتنه وکړہ.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG