لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتنې هنرمندې ګلالۍ وژنه،پولیس وایي دوه تورن کسان یې نیولي


پولیس وایي تیره ورځ په مردان کې د پښتو ډرامو د وژل شوې هنرمندې لبنی چې په ګلالۍ مشهوره وه د وژنې په تور تورن دوه کسان یې نیولي اؤ د دریم تورن تن د نیولو دپاره هڅې روانې دي.

درویشت کلنه ګلالۍ دپښتو د ډرامو اؤ ټیلي فلمونو یوه مشهوره اداکاره وه چې تیره ورځ‌ یې مړی دمردان په چوره سیمه کې د ګنو له یو پټي څخه ترلاسه شوی ؤ چې د سخت تشدد نخښې پرې څرګندې وې.

دمردان دپولیسو ضلعي مشر ښاغلي سجاد خان وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي د وژل شوې ګلالۍ خور صابرینه د هغې و وژلو دعوه په دریو تنانو فضل مالک،نواب اؤ شاه حسین کړې وه چې له هغوئ څخه شاه حسین اؤ فضل مالک پولیسو نیولي دي.

دپولیسو دمشر په وینا د وژل شوې هنرمندې خور پولیسو ته ویلي چې ګلالۍ دخپل خاوند عمران څخه مروره وه اؤ دتیرې څه مودې راهسې په پېښور کې دهغې سره اوسیدله.

هغې ویلي په ۱۵مه فرورۍ شاه حسین،نواب اؤ عبدالمالک په پېښور کې دهغې کور ته ورغلل اؤ ګلالۍ دهغوئ سره دخپلې مور دلیدلو په غرض مردان ته په دې وینا لاړله چې ماښام به بیا کور ته راستنیږي خو بیا هغه راستنه نه شوه اؤ چا چې بوتللې وه هغوئ ټیلي فون ته هیڅ ځواب نه ویلو.

هغې وویل د کوره د وتلو سره سم یې دخور ګلالۍ دموبائیل نمبره ګل شوې یا بنده شوې وه اؤ هغوئ ته پینځه ورځې وروسته چا وویل چې دګلالۍ مړی په پټو کې پروت دی.

د پولیسو مشر سجاد خان وویل د ګلالۍ دخور په دعوه پولیسو چټک ګامونه اخستي اؤ دوه تورن کسان یې نیولي اؤ د بل تن د نیولو هڅې روانې دي.

په دې وروستیو کې دپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې دښځينه هنرمندانو د وژنو لړۍ د اندېښنو تر حده چټک شوې ده اؤ تیر کال داګسټ‌ په میاشت کې هم په نوښار سیمه کې د ریشما خان په نوم یوه سندرغاړې په ډزو وژل شوې وه.

همدغه شان تیرکال دفرورۍ په میاشت کې د سنبل په نوم یوه هنرمنده د درېوؤ وسله والو لخوا وژل شوې وه ، تر دې وړاندې انوش خان،غزاله جاوید اؤ ایمن اداس نومې پښتنې هنرمندانې هم د ډزو په پېښو کې وژل شوي دي.

څیړونکي وایي چې پښتونخوا کې دښځینه هنرمندانو د وژنو لړۍ کې دچټکیا یو عمده لامل دادی چې ددغو میرمنو وژونکو ته دمحکمو لخوا عبرتناکې سزاګانې نه ورکړل کیږي

دڅیړونکو په نظر که چرې دیوې عامې میرمنې یا هنرمندې په وژنه کې تورن تن ته محکمه سزا ورکوي هم نودپیسو په زور دمحکمې نه پشي شا "د روغې جوړې" اسانه لار دغه وژونکی تن ته ډیر په اسانه موقعه ورکوي چې ځان دقانون دسزا څخه ژغوري.

اؤ دقانوني سزاګانو نه دځان ویستلو دغې لارې (روغې جوړې) اوس پښتنه ټولنه کې خلکو ته دومره زړورتیا بخښلې چې که د ښځې یوه وړه شانتې خبره یې هم په مزاج برابره ونه لګي نو سم د واره ترې ډز پورته کوي اؤ وژني یې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG