لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مقدمې به پښتانه دخپلو حقونو غوښتلو نه په شا کړي؟ 


ډ پاکستاني رياست د احتجاج کونکو پښتنو سره تازه چلن دا ښايي چې د ځورېدلو خلکو په زخمونو د پهې په ځای مالگې دوړوي او تازه مثال يې د وژل شوي پروفيسر ارمان لوڼی لپاره انصاف غوښتونکي هغه پښتانه دي چې پرې مقدمې جوړې کړی شوي.

عجيبه خبره دا ده چې په ۱۳م مارچ د ارمان لوڼی د وژنې څلويښت (۴٠) ورځې پوره شوې خو لا تر اوسه د وژل شوي استاد د مرگ مقدمه (ايف اي ار) نه ده درج شوې.

د پښتون ژغورنې غورځنگ يا پښتون تحفظ مومنټ غوښتنه ده چې د ارمان لوڼی په وژنه کې ککړ پوليس افسر عطاالرحمان ترين دې ونيول شي او مقدمه دې پرې وچلول شي.

د حکومت لخوا دا دريځ چې د ارمان لوڼی د مرگ مقدمه به هله درج کيږي چې د پوسټ مارټم رپورټ يې راشي خو دا وضاحت څوک هم نه کوي چې د ارمان لوڼی د پوسټ مارټم رپورټ په څه وجه او چا ودرولی دی؟

ارمان لوڼي د بلوچستان په لورالاي سيمه کې په پوليسو د وژونکي بريد خلاف احتجاج کولو او د پوليسو ملاتړ ته راوتلی و چې هم د پوليسو لخوا ووژل شو.

دپښتون ژغورنې غورځنگ د پاکستان رياستي امنيتي ادارې د ارمان لوڼی او دغه رنگ د سلگونو بې عدالته وژنو ذمه وار گڼي.

د پاکستان د امنيتي ادارو خلاف د بې عدالته وژنو د پلټنو غوښتنې هغه وخت يو ولسي قهر راوپارلو کله چې په ١٣م جنوري کال ٢٠١٨م کې په کراچۍ کې پښتون ماډل نقيب الله محسود د ترهگر په نوم په يوه جعلي پوليس مقابله کې ووژل شو.

د پروفيسر ارمان لوڼی په وژنه د بشري حقونو تنظيمونو د پاکستان نه د عدالتي پلټنو غوښتنې کړي او ايمنسټي انټرنيشنل خو تر دې حده ويلي چې د ارمان لوڼی د وژنې تحقيقات ژر تر ژره او په موثره طريقه کول غواړي او په پاکستان يې غږ کړی داسې شواهد شته چې ښايي د پښتو ژبې دغه استاد د وهلو له کبله وژل شوی وي.

که هر څومره د پښتون ژغورنې غورځنگ د هلو ځلو او احتجاجونو په اړه پاکستاني ميډيا خاموشه کړل شوې ده خو د غورځنگ په اړه خبرونه اوس بهر ميډيا ته وتلي دي.

د پاکستان د ميډيا په اړه د پي ټي ايم مشر منظور پښتين په ديارلسم مارچ په اسلام اباد پريس کلب کې يو سيمینار ته وويل چې پاکستاني ميډيا د (جي ايچ کيو کنټرولډ ميډيا) ده.

په پاکستان کې دوه خبرې په ولسي کچه ډېرې عامې دي او هغه دا که څوک د ارمان لوڼی په رنگ د بې عدالته وژنو خلاف د ايف اي ار درج کولو غوښتنه کوي نو ايف اي ار به هم د هغه چا خلاف درج کيږي چې د انصاف غوښتنه کوي او د ارمان لوڼی مقدمه يې ژوندی مثال دی.

بله دا چې څوک په پاکستان کې د بې درکه کړل شوو خلکو په اړه د پاکستاني استخباراتي او امنيتي ادارو نه د ورکو پاکستانيانو په اړه معلومات غواړي او يا کوم احتجاج کوي نو پخپله به بې درکه کيږي.

د ملکونو د بشري حقونو په اړه د امريکا د کال ٢٠١٨م رپورټ وايي چې د پاکستان حکومت د پي ټي ايم په احتجاجونو خفه کيږي، غړي يې نيول کيږي، ځورول کيږي او ويرول کيږي.

د ارمان لوڼی په څلويښتمه نه يواځې دا چې د پي ټي ايم په غړو مقدمې درج شوي بلکې په صوابۍ کې يې په مرکزي لايبرېرۍ کې د غونډې اجازت هم ور نه کړل شو او د مجبورۍ نه يې غونډه په بل ځای کې کړې ده.

خو د حيرانتيا خبره دا ده چې د پنجاب په ملتان ښار کې پوليسو د بهاءالدين زکريا پوهنتون هغه جماعت هم تړلی و چرته چې پښتنو او يو شمېر روښان فکره سرايکيانو غوښتل د وژل شوي پروفيسر د پاره قران خواني وکړي.

د پي ټي ايم د يو شمېر غړو نومونه پاکستاني استخباراتي ادارو په اي سي ايل کې اچولي دي چې د پاکستان نه بهر په تلو پرې بندېوزنه لگول شوي. د اي سي ايل لومړۍ مقدمه د پي ټي ايم په غړي حيات پريغال جوړه شوې چې لا تر اوسه يې فيصله نه ده شوې.

د دې تر څنگ د غورځنگ د مشر منظور پښتين نوم هم په اي سي ايل کې اچول شوی او د هغه نزدې ملگري وايی حقيقت دا دی چې منظور پښتين لا تر اوسه پاکستانی پاسپورټ نه دی جوړ کړی.

د قامي اسمبلۍ د دوو غړو محسن داوړ او علی وزير نومونه هم په اي سي ايل کې اچول شوي وو چې په اسمبلۍ کې پرې تاوده بحثونه شوي وو او غوښتنه شوې وه چې اسمبلۍ ته دې معلومات ورکړل شي چې دا عمل د چا په حکم روان دی؟

د تحريک یوه بله فعاله گلالۍ اسماعيل څو مياشتې وړاندې د اسلام اباد په هوايي ډگر نيول شوې وه او د شخصي ضمانت نه وروسته يې نوم په اي سي ايل کې اچول شوی و چې په څوارلسم مارچ کال ٢٠١٩ کې د عدالت لخوا د اي سي ايل نه د لرې کولو حکم پرې شوی دی.

گلالۍ اسماعيل يو ځل بيا د اسلام اباد نه غيب کړل شوې وه چې نزدې د ديرشو گنټو وروسته يې د کورنۍ د غړو سره رابطه وشوه چې په دغه پېښه ايمنسټي انټرنيشنل هم د گلالۍ اسماعيل په بې درکه کولو انديښنه څرگنده کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG