لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لورالایي:دترهګرو په ضد عملیاتو کې څلورو ځانمرګیو ځانونه الوځولي،اته تنه ژوبل


پولیس چارواکي وایي دبلوچستان ایالت په لورالایي سیمه کې د ترهګرو په ضد دامنیتي ځواکونو عملیاتو کې دڅلورو عسکرو په ګډون اته کسان ژوبل شوي اؤ څلورو ځانمرګیو هم ځانونه الوځولي دي.

دلورلایي دپولیسو سیمه ییز مشر یا ای ایس پي رسنیو ته د نهې په ورځ ویلي امنیتي ځواکونو اطلاع ترلاسه کړې وه چې په ناصراباد سیمه کې په یو کور کې ځان وژونکي ترهګر راټول شوي دي.

هغه وایي کله چې په دغه اطلاع امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسیدل نو ترهګرو پرې ډزې پیل کړې اؤ د دواړو خواو ترمینځ سخته مقابله وشوه.

دپولیسو دغه مشر ویلي چې ترهګر په یو کور کې پټ‌ وؤ اؤ دهغوئ په ډزو څلور امینتي سرتیري ژوبل شوي،خو ددغه مقابلې په مهال څلورو ځانمرګیو خپل ځانونه هم الوځولي چې یوه پکې ښځه هم وه.

دای ایس پي د وینا له مخې کله چې ترهګرو ځان پسې تړلي چاودیدونکي مواد وچول نو ددغه چاودنې له امله دنزدې یو کور دیوال هم غورځیدلی چې په هغې کې هم څلور کسان ژوبل شوي.

پولیس وایي دترهګرو په ضد یې عملیات سرته رسولي اؤ د سیمې لټون پیل شوی ترڅو معلومه کړل شي چې دغلته نور ترهګر خو نه دي پټ شوی.

په دې وروستیو کې دپاکستان ناقراره ایالت بلوچستان کې دامنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمینځ دنښتو لړۍ یو ځل بیا چټک شوې اؤ تیره اوونۍ هم په زیارت سیمه کې ورانکارو په یوه امنیتي پوسته برید کې ۶ دلیویز عسکر وژلي وؤ.

بلوچستان دپاکستان هغه ناقراره صوبه ده چې که یو خوا پکې طالبان اؤ نورې تندروه ډلې په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي نو بلخوا د ریاست نه مرورو بلوڅ یاغي تنظیمونو هم دتیرو لسو کالو راهسې دغلته وسله وال مقاومت پیل کړی اؤ وخت په وخت په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

دپاکستان حکومت بلوچستان کې د امنیت دخرابې وضعې ترشا د ځېنو ګاونډي هیوادونو لاسونه ګڼي خو یاغي بلوڅ تنظیمونه تور لګوي ریاست دبلوچستان دخلکو په ټولو وسیلو قبضه کړې اؤ خلک یې دخپلو ائیني،جمهوري اؤ انساني حقونو نه محروم ساتلي چې له دې امله بلوڅ تنظیمونه وسله والې مبارزې ته اړ شوي دي

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG