لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان سوداګري ۷۹ ملينه ډالره نوره راکمه شوې


د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې ترمخه د دواړو هېوادونو ترمنځ کېدونکې سوداګري د تېر کال په پرتله ۷۹ ملينه ډالره نوره راټيټه شوې ده.

د يادې خونې په خبر پاڼه کې د دوه اړخيزه سوداګرۍ کمېدو په علتونو کې د ټرانزټ د ځنډ ښکار کېدل، سياسي او امنيتي وضع او په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو موجودګي ښودل شوې ده.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د پاکستان او ا فغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې سیکرټري جنرل فايزه زبېر د سوداګرۍ د راټيټېدو د حجم په اړوند وويل،

د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري"د ۲۰۱۷م د جولايۍ نه تر ۲۰۱۸م د جنورۍ پورې ۲۸۵ملينه ډالره ، اوبيا د ۲۰۱۸م او ۲۰۱۹م په ياده موده کې دا ۲۰۶ ملينه ډالره وه، چې پکې ۷۹ ملينه ډالره کمی راغلی دی".

د ګډې خونې د خبر پاڼې ترمخه افغانستان لوري ته په غېر قانوني توګه د خالي کنټېنرو او ګاډو ايسارولو له امله د سوداګرۍ په اړوند په بې باورۍ کې نور سېوا والی رامنځته کيږي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مرستيال مشر او د افغانستان د چېمبر رئيس خان جان الکوزی مني چې د دواړو هېوادونو سوداګري د حکومتونو د سياستونو ښکار کيږي او راټيټه شوې ده.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل چې د تورخم پورې غاړې افغانستان لوري ته کنټېنرې ايساري دي او د پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو په پوله پوليس او امنيتي مامورين په دې لړ کې غبن کوي، او زیات زور يې بيا افغانستان لوري ته رسي.

نوموړی ادعا کوي "د يو کنټېنر په سر ۵۰ زره کالدارې رشوت اخيستل کیږي که ور يې نه کړې کنټېنر نه خوشی کوي په نوبت کې يې ودروي او بيا پرې ډېر وخت تېريږي".

الکوزي وويل د کنټېنرو د ايسارېدو له امله کرايانې هم سېوا کیږي او وايي "پخوا چې به د کراچۍ نه جلال اباد ته کنټېنر په دوه لاکه کالدارې راتلو اوس په پينځه لاکه کالدارې راځي".

پاکستاني او افغان سوداګر وايي بايد دواړه هېوادونه سياست د سوداګرۍ نه لرې وساتي.

سوداګر وايي په افغانستان کې د پاکستان د سوداګرۍ د مصنوعاتو ځايې هند او ايران نيولی او په ځینو برخو کې بيا افغانستان خپل صنعتونه او پېداوار سېوا کړی دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جنورۍ په میاشت کې ويلي ؤ د تورخم پوله د ۲۴ ساعتونو دپاره د فعاله کولو په تړاؤ يې اړونده چارواکو ته لارښوونه کړې او په شپږو مياشتو کې به په دې اړين ګامونه پورته کړی شي.

خو د دواړو هېوادونو سوداګر وايي د دواړو حکومتونو د سياسي اړيکو له امله سوداګري تل اغېزمنه پاتې شوې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG