لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ:سینیټ ته مو خپلې غوښتنې ایښي خو دپي‌ ټي ایم تحریک به روان وي


دپښتون ژغورنې د غورځنګ مهم مشر اؤ دپارلیمان غړي محسن داوړ ویلي پي‌ ټي ایم خپلې غوښتنې دسینیټ دکمیټې مخې ته اېښودي دي خو دپښتنو دحقونو دپاره به دا غورځنګ خپلې پرامنه مبارزې ته دوام ورکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له خپلو ملګرو سره یو ځای پرون دنهې په ورځ د پاکستان د سېنټ د ځانګړې کمېټۍ په غونډه کې ګډون کړی ؤ او خپلې ټولې غوښتنې یې ورته وړاندې کړې وې چې د کمېټۍ مشر او غړو یې ټولې غوښتنې سمې بللې او د دوی د غوښتنو د پوره کولو باور یې ورکړی ؤ.

ښاغلي محسن داوړ دچهارشنبې په ورځ دپي‌ ټي ایم اؤ دسینیټ د خصوصي کمیټې دغړو ترمینځ دشوې لیدنې دجزئیاتو ښودلو په وخت د وائس اف امریکا ډيوه ته ویلي پي ټي ایم ته دسینیټ کمیټې دخبرو بلنه ورکړې وه اؤ ددغه کمیټې په غونډه کې دپي‌ ټي‌ ایم ټولې غوښتنې جائز بلل شوي اؤ پرېکړه شوې چې دترسره کولو دپاره به یې هڅې کولی شي.

هغه ویلي مونږ ته ویل شوي وؤ چې “تاسو راشئ خپله کیسه وکړئ اؤ بیا وړاندې به مونږ ستاسو په غوښتنو کار کوؤ،مونږ ورغلو،درې ساعته اوږدې خبرې مو ورسره وکړې اؤ ټول شیان مو ورته روښانه کړل”

هغه وایي دسینیټ کمیټې پي ټي‌ ته ویلي چې ستاسو ټولې غوښتنې جائزې دي دا به د ریاستي ادارو اؤ حکومت مخې ته اېښودل کیږي اؤ دهواري هڅه به یې کولی شي.

هغه وویل پي‌ ټي ایم چې دپښتنو دحقونو په اړوند کومې اساسي غوښتنې لري هغه به په رسمي ډول په لیکلې بڼه دسینیټ یادې کميټې ته ورکول کیږي اؤ بیا به دسینیټ دلارې په دغو غوښتنو دبیلابیلو ریاستي ادارو سره خبرې کیږي.

هغه وویل نه شي کولی چې ووایي دغه کمیټه به تر کومه حده خپلواکه وي خو دا دا دسینیټ کمیټه ده اؤ ویلي یې دي چې هغوئ دپي‌ ټي‌ ایم اؤ ریاست ترمینځ یو دجرګې کردار ترسره کول غواړي.

هغه وویل سینیټ دپاکستان ستر ایوان دی، زیات واک لري خو دا به وخت ثابتوي چې دا ایوان دپي‌ ټي ایم د غوښتنو لږ کې خپل واک څومره حده پورې عملي کوي؟

هغه وویل “پي‌ ټي ایم ته چې چرته هم دخپل غږ د رسولو موقعه ترلاسه کیږي هلته خپله ژړا رسوي،خلکو ته خپل فریاد رسوي چې مونږ سره دا،دا زیاتی شوی اؤ دا زمونږ غوښتنې دي،سینیټ ته مو هم خپله خبره مخې ته اېښودې ده دا اوس د دوئ کار دی چې زمونږ ستونزې حل کولی شي یا یې راحل کوي که نه؟”

هغه وویل دخبرو ترڅنګ به دپښتون ژغورنې غورځنګ تحریک هم دوامداره وي اؤ داسې به هیڅ کله نه وي چې په یوازې خبرو یا یوه لیدنه به دا تحریک ودریږي.

دسینیټ دځانګړې کمیټې غونډې ته په وینا کې پرون منظور پښتین خپلې غوښتنې تکرار کړې وې او ویلي یې وؤ چې د نقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار دې سزا شي، د جبري ورکو خلکو ستونزه دې حل شي، له قبایلي سیمو دې ماینونه پاک شي او په قبایلي سیمو کې د غیرعدالتي وژنو لپاره دې د حقایقو د پلټنې یو کمېشن جوړ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG