لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې پولې خبریالانو سازمان: پاکستان کې پر پوځ نیوکې کوونکي خبریالان د ترهګرۍ له تورونو سره مخ دي


اسلام اباد ــــ د بې پولې خبریالانو په نامه د رسنیو د څار نړيوال سازمان په پاکستان کې د خبریالانو د وېرولو په هڅو نیوکه کړې او ويلي یې دي چې په رياستي ادارو تنقيد کوونکي خبريالانو باندې د سايبر قانون لاندې د ترهګرۍ مقدمې چلول کيږي.

د بې پولې خبریالانو اداره (آر ایس ایف) وايي، د ځايي شخصي ميډيا سره تړاو لرونکي خبریال شاه زېب جېلاني- چې د نړيوالو نشرياتي ادارو سره هم پاتې شوی- باندې د الیکټرانک جرمونو د مخنیوي او د فوجدارۍ د قانون لاندې مقدمې چلول کيږي.

آر ايس ايف وايي، په شاه زېب جېلاني باندې د پاکستان د احترام وړ ادارو په ضد د سپکې ژبې کارولو او د سايبر ترهګرۍ تورونه لګول شوي دي او ادارې د کراچۍ له عدالته غوښتي چې دغه تورونه بیرته واخلي.

څرګنده دې وي چې د شاه زېب جېلاني په ضد درخواست کې په 2017م کال کې په شخصي ټيلیويژن چينل (دنيا) باندې د يو پروګرام په وخت د حساسو ادارو خلاف د نامناسبو څرګندونو او بيا په 2019م کال کې د دغې وينا د تکرارولو تورونه لګول شوي.

د بې پولې خبریالانو د ادارې د اېشيا پېسیفیک مشر ډينيل بسټارډ وایي، پاکستاني چارواکي په ځانګړو ادارو د تنقيد جرات کوونکو خبریالانو د غلي کولو دپاره يو ځل بيا قانون کاروي. د نوموړي وينا وه دا کتل د خفګان وړ دي چې څنګه په ورو- ورو پاکستاني ادارې په ملازمانو د سختۍ په ترڅ کې د مېډيا پيشه يروي او داسې هغوی سنسرشپ ته مجبوره کوي.

دغه اداره وایي، د پاکستان په ادارو تنقید تل د ابلاغ د سرچينو لپاره يوه ممنوع موضوع پاتې شوې ده او که چرې ددغه سرې کرښې نه د اوښتو هڅه شوې نو خبریالان او بلاګران وېرول شوي، تښتول شوي او تر دې چې تشدد هم ورباندې شوی دی.

په پاکستان کې د خبریالانو د ځورولو او وېرولو په هکله د ار ايس ايف دا څرګندونې په داسې وخت مخې ته راغلي چې په پاکستان کې د انټرنيټ د صارفينو د حقونو د څار غير دولتي تنظيم بايټس فار آل وایي، په هېواد کې په انټرنيټ د پښتون ژغورنې غورځنګ په پلوۍ او او د پوځ په ضد بيانيې سنسر کېږي.

دغه سازمان دا هم وايي چې رياستي ادارې د انترنيټي جرمونو په قانون رایې ښکاره کوونکي خبريالان او د مدني ټولنې فعالين د بېلابېلو لارو تنګوي.

د بشري حقونو فعاله او خبریاله ماروي سرمد وي.او.اې ډيوه ته وایي، په پاکستان کې د صحافيانو د وېرولو او د سنسرشپ دا رحجان د 2018م کال د انتخاباتو نه مخکې پيل شوی وو او د بده مرغه د انتخاباتو نه پس د ختمېدو پر ځای لا نور سېوا شوی دی.

هغه وایي، پخوا به په پوځ تنقيد د سرې کرښې نه اوښتل ګڼل کېدل خو اوس خبره دې ته راغلې چې په واکمن تحريک ناصاف ګوند نیوکې هم نه شي کېدی او په تېرو انتخاباتو هم خبرې کول د سرې کرښې اوښتل دي.

د بايټس فار آل يو فعال هارون بلوچ وي.او.اې ډيوه ته وایي، په انترنيټ د حکومتي څار له کبله خبریالانو سلف سنسرشپ سېوا کړی او زمونږ ادارې په خپله تازه نظر پوښتنه کې له خبريالانو پوښتلي چې د څار له امله د هغوی کار څومره اغېزمن شوی نو 80 فيصده خبريالان وایي چې هغوی د څارنې له کبله د خپلې سرچینې او خبر د خوندي ساتلو لپاره لوی شمير اطلاعات پټوي.

ښکاره دې وي چې د امريکا د خبریالانو د ژغورنې تنظيم (کميټي ټو پروټکټ جرنلسټس) د 2018م کال په رپورټ کې د پاکستان په امنيتي ادارو باندې په خاموشۍ سره د موثره بنديزونو تور هم لګولی وو.

پاکستان په نړۍ کې د خبريالانو دپاره يو خطرناک هېواد ګڼل کېږي او په پاکستان کې د خبریالانو د څار تنظيم فريډم نيټورک د 2018م کال په رپورټ کې ويلي چې په هېواد کې دننه د مې 2017م کال او مې 2018م کال تر منځ د خبریالانو د ځورولو، تښتولو او وژلو 150 پېښې شوې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG