لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان نه چين ته ښځې قاچاق کيږي بايد خبر يې واخيستل شي، د بشري حقونو تنظيم


د بشري حقونو نړيوال تنظيم هيومن رايټس واچ ويلي پاکستان له چين ته د ښځو او جينکو په قاچاق کېدو بوږنېدل پکار دي. کوم ډول تورونه چې د اسياد پينځه نورو هېوادونوسره يو شان والی لري چې چين ته ترې ناویانې قاچاق کيږي.

د هيومن رايټس واچ د چين د چارو مشرې سوفي رچرډسن په يو ليکلي مضمون کې تېره مياشت په پاکستاني ټي وي چينل د خپور شوي رپورټ حواله ورکړې چې په کې يې په لاهور ښار کې د ودونو په يو مرکز چهاپه وهلې وه او ويل شوي ؤ چې هلته يې شپږ ښځې چې په کې د دوو جينکو عمرونه يواځې ١٣ کاله وو چين ته د تګ لپاره د اسنادو ترلاسه کولو انتظار کولو.

شخصي ټي وي چينل اے ار واي په خپل دغه رپورټ کې ادعا کړې وه چې دغه ښځې د دوي کورونيود څلور څلور لاکه روپو په بدل خرڅې کړې وې.او هيومن رايټس واچ ليکي چې دا عمل د تيرو څو کلونو راهيسې روان دی.

هيومن رايټس واچ بيا ليکي چې د کال ١٩٨٧ راپديخوا د چين په ابادۍ کې د ښځو تناسب کم شوی او څيړنې ښاي چې دغه هېواد د ٣٠ نه تر ٤٠ ميلنه ښځو د کمي سره مخ دی او له دې امله زياتره چيناي سړي بهر هېوادونوکې د ودونو لپاره ښځې لټوي .

ايشين ريويو ليکي چې د پاکستاني ښځو چيناي سړو ته د ودونو دې ښکاره شوې بدنامۍ د اسلام اباد او بيجنګ اړيکې په داسې حال کې د سخت ازميښت سره مخ کړي چې په پاکستان کې د پاک چين اقتصادي پروژې په اړه منفي غبرګون راروان دی.

ايشين ريويو بيا ليکي چې چيناي سړو د ودونو نښه د پاکستان تر ټولو غټې صوبې پنجاب لږکۍ عيساي ښځې ګرځي او دوه مياشتې مخکې د پاکستان اميګريشن يا سفري چارواکو يو چينای تن هغه مهال په اسلام اباد ايرپورټ ونيولو چې کله هغه يوه پاکستانۍ جينۍ چې پيژندګلو يې د خپل ټبر په توګه کوله چين ته بوتلله .

د ډيوه ريډيو سره خبرو کې د پاکستان د سېنېټ د بشري حقونو د کميټۍ غړی عثمان خان کاکړ وايي اوس خو د پاکستان حکومت چيناي وګړو ته شهريت يا تابعيت هم ورکوي او په ډاګه شوې ده چې چينايان دلته راځي او د پاکستان په پنجاب کې د جينکو سره ودونه کوي .

هغه وايي ، د بده مرغه د پاکستان مرکزي حکومت او پوځي اسټبلشمنټ هم سترګې پټې کړي، مونږ خو وايو چې چين ته خپله يوه انچه ځمکه او يو کاڼې هم ورنکړو ، ملايان هم په دې غلې دي بايد چې دلته په راتلونکو چينايانو نظر وساتلی شي چې د دوي مقاصد څه دي او دا معامله به په سېنېټ کې د بحث دپاره هم راپورته کوو .

هيومن رايټس واچ ليکي چين او پاکستان نزدې اړيکې لري خو بيا وايي دواړو هېوادونو د اپريل په ١٣ نېټه په دې اړه د يو بل سره د همکارۍ ژمنه کړې وه او تنظيم وايي پاکستان او چين له په دې اړه د مخ په زياتيدونکو شواهدو نوټس اخيستل پکار دي ولې چې دغه پاکستانۍ جينکۍ د جنسي غلامۍ د خطر سره مخ دي.

د پاکستان د بشري حقونود کميشن (اېچ ار سي پي( غړې زهره يوسف وايي، که څه هم پاکستاني چارواکي دا راپورونه ردوي خو بيا هم ورله پلټنې پکار دي چې دا کاروبار په کومه کچه کيږي .

د پاکستان د نيشنل هېومن رايټس کميشن هم په خپل رپورټ کې د پاکستانيو ښځو چين او نورو هېوادونو د قاچاق ذکر کړی وو.

هغه وايي ، چين ته د پاکستانيو ښځو قاچاق کول زيات اسان دي ولې چې هلته د يو ماشوم د زړې پاليسۍ له امله د ښځو تناسب کم دی.او دا هم د دې قاچاق يو علت کېدی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG