لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د سولې د اوسنيو خبرو د موقعې څخه دې ګټه پورته شي، شاه محمود قرېشي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي په سیمه کي د رابطو او سوداګرۍ د پاره د افغانستان امن ضروري دی.

شاه محمود وايي په افغانستان کې د سولي د پاره به ټولو ته یو ځای کېدل وي او د اوسنیو سولې د روانو خبرو د موقعې څخه به ګټه تر لاسه کول وي او که چري داسې ونه شو نو راتلونکي نسلونه به د دواړو هېوادونو واکمن ونه بخښي.

په اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان د پوهانو او پخوانيو مشرانو تر منځ په داسې حال کې د افغانستان د سولې په اړه د دوېم پړاؤ (ټرېک ټو) خبرې شوي چې د امریکا د افغان طالبانو سره د سولې په اړوند د خبرو لړۍ هم روانه ده.

دغه دوه ورځنۍ خبری د هنس سیډل فاؤنډیشن (HSF) په مرسته د ریجنل پيس انسټیټیوټ (RPI)د سيوري لاندې وشوې.

په غونډه کې د افغانستان د سولې نه وروسته د رامنځ ته کېدونکو ممکنه حالاتو او امنیت او ثبات باوري کولو د پاره يو میکانزم ته د اړتیا جاج هم اخستل شوی دی.

غونډې ته په وېنا کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل افغانستان د پاکستان نزدې او باوري ملګری دی، په سیمه کې د سوداګرۍ دپاره په افغانستان کې سوله ضروري ده او د سولی د موقعې څخه ګټه ترلاسه کول دي.

قریشی زیاته کړه (که چري پاکستان او افغانستان دغه موقع ضايع کړه نو زمونږ راتلونکي نسلونه به د دواړو هېوادونو واکمن ونه بخښي، مونږ ته به د تاریخ څخه زده کړه کول وي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به د خپل سباون پریکړه په خپله کول وي).

په دې موقع په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وویل چې د ډېرې مودې نه پس د افغانستان د سولې موقع تر لاسه شوې ده.

(پاکستان په دوحه کې کېدونکو خبرو کي مرسته کړې خو اخري خبري به د افغانانو تر منځ کېدل وي ولې چې د بېن الافغاني خبرو نه علاوه څه بله لاره نشته).

عمر زاخیلوال د پاکستان نوم نه دی اخستی خو هیله يې څرګنده کړې چې ګاونډي هیواد به د سولې په دغه عمل کې داسې مثبت کردار ولوبوي چې لاس وهنه هم ونه ګرځول شي.

هغه زیاته کړه د جنګ او سولې پېغامونه یو ځای نه شي تلی او هم دا دی چی ټوله سیمه د جګړې د مينځه وړلو کې مرسته وکړي او هېوادونه په خپل منځ کې د موجود اختلافاتو باوجود د افغانستان سولې ته لمړيتوب ورکړي.

د ګل، دوشنبې په ورځ پېل شوې دې غونډه کې د افغانستان څخه راغلي لس کسیزه ډلې او پاکستاني مشرانو ګډون کړی دی.

د ګډونوالو تر منځ د افغانستان د سولې په اړوند د روانې پروسې او چیلنجونو، د افغان د سولې په راوستو کې د سیمې د کردار نه علاوه اقتصادي، ټولنیزه او علمي رابطو په سېوا کولو خبري شوي دي.

په عېن حال کې چې دا غونډه شوې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد او د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت د جنوبي او منځنۍ اسيا استازې اېلس ویلز هم د اسلام اباد سفر کړی دی. او د پاکستاني چارواکو سره یی د افغانستان د سولې په اړوند خبري کړي دي.

د خليلزاد د افغانستان د سولې په اړه د افغان طالبانو سره د خبرو لړی هم روانه ده او په دی لړ کې د امریکا او افغان طالبانو تر منځ څو ځله په قطر او په تېرو ورځو کی د امریکا، چین او روس ترمنځ په ماسکو کې خبرې شوې وې.

د ماسکو د غونډې وروسته امریکايي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو چې د افغان طالبانو سره امریکايي ځواکونو د افغانستان څخه د ويستو په اړه خبرې شوي خو تر اوسه څه موافقه نه ده شوې.

د پاکستان او افغانستان د پوهانو ترمنځ د اسلام اباد د تازه خبرو په شان له دې وړاندې شپږ پړاؤنه شوي او راتلونکې پړاؤ به یې د روان کال د جون په میاشت کې په کابل کې کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG