لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ۲۰۱۹ د مالي کال په نهه مياشتو کې د اووه اربو ډالرو نه زیاتې پېسې د قرضونو په مد کې ورکړي


د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک اف پاکستان) وايي چې د تېر مالي کال په درېمه سه ماهۍ کې د پاکستان د بهرنۍ زرمبادله ذخيره ټيټه شوې او پوهان وايي تر کومې چې د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره ټيټه شوې نه وي تر هغي به د پاکستان بهرنۍ زرمبادله د کمي سره مخ وي.

مرکزي بېنک په خپل يو رپورټ کې ويلي چې د مالي کال ۲۰۱۹م په لومړو نهه مياشتو کې اووه اربه ۲۲ کروړه او۹۰ ډالر د قرض په مد کې واپس کړی شوي دي. کومې چې د تېر مالي کال ۲۰۱۸م د مجموعي ادائيګۍ نه کمې دي.

په دې اړه د اقتصادي چارو کار پوهه مهتاب حېدر وايي چې د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره زياته ده او هم دا بنيادي وجه ده چې بهرنۍ زرمبادله د کمي ښکار ده.

"حکومت دعوې خو کوي چې هغوي کرنټ اکاونټ خساره راکمه کړې خو بيا هم تر کومه چې د پاکستان برامدات نه وي زيات شوي دا ستونزه به راپېښه وي، او هم دا وجه ده چې حکومت د قرض اخستو لپاره ايي اېم اېف ته لاړ او امکان لري چې په راتلونکې اوونۍ کې نړيواله مالياتي اداره پاکستان ته د يو بلين ډالر لومړی قسط ورکړي دې سره به د پاکستان مشکل اسان شي".

مهتاب حېدر وايي چې د پاکستان مقامي اکاونټ خساره د ټېکسونو د ټولولو اداره يا اېف بي ار باندې انحصار کوي۔که چرې دوي په ټاکل شوي هدف پينځه ټريلينه ټېکسونو راټولولو کې کامياب شي نو د پاکستان د بجټ خساره به راکمه شي.

د ده په وينا چې د پاکستان بهرملکي زرمبادلې ذخيره په بهرني اکاونټونو باندې زيات انحصار لري، که چرې پاکستان خپل برامدات زيات کړي او درامدات کم کړي، او د بهر نه راليږل کېدونکې پېسو ته پام وکړي نو د پاکستان زرمبادلې ذخيره به مخ په وړاندې لاړه شي.

د پاکستان مرکزي بېنک وايي چې په درې مياشتينۍ ادائيګۍ کې پينځه اربه ۱۸کروړه او ۴۰ لاکه ډالره اصل زر او دوه اربه څلور کروړه او ۵۰لکه ډالره د سود په مد کې ادا شوي.

راپورونه وايي چې په راتلونکې څلورمه درې سه ماهۍ کې د قرضونو په مد کې نور دوه نيم اربه ډالره پاکستان ته ورکول دي، دې سره به مجموعي ادائيګي ۱۰اربه ډالره ته ورسيږي.

د دې ترڅنګ د پاکستان حکومت ته د قطر لخوا هم ۵۰کروړه ډالره قرضه ورکړی شوې، کومه چې د هغه درې اربه ډالره قرضې ورکولو برخه ده چې پاکستان به دغه پېسې په خپل اکاونټ کې جمع کوي.

له دې وړاندې سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او چين هم پاکستان ته د اقتصادي مشکل نه د وتلو لپاره قرضې ورکړې دي.

دا وخت په پاکستان کې په مجموعي توګه د بهرملکۍ زرمبادلې ذخيره ۱۴اربه ۴۴ کروړه او ۳۰لاکه ډالره ده(دا شمېره د جون تر اخرې پورې ورکړې شوې) چې پکې د مرکزي بېنک سټېټ بېنک اف پاکستان سره اووه اربه ۲۷کروړه او ۲۰ لاکه ډالره او د شخصي بېنکونو سره اووه اربه او ۱۷ کروړه ډالره ذخيره موجود ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG