لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له پاکستان څخه افغانستان ته د سېمنټو په وارداتو کې ۵۰ فیصده کموالی راغلی


واشنګټن: افغان سوداګر وايي، له پاکستان څخه افغانستان ته د سېمنټو په وارداتو کې نږدې پنځوس سلنه (فیصده) کموالی راغلی.

په کابل کې د سېمنټو سوداګر وايي، پخوا به له پاکستان څخه افغانستان ته په کال کې کابو۲۴ لکه ټنه سېمنټ وارېدېدل خو اوس دا اندازه نیمايي ته کمه شوې ده.

د حیرانتیا خبره دا ده چې افغانستان ته له پاکستان څخه د سېمنټو په وارداتو کې له دې ستر کموالي سره سره په پاکستان کې د سېمنټو بیې لا زیاتې شوي خو په افغانستان کې کمې شوي دي.

افغان سوداګر وايي، پخوا به د پاکستان سېمنټ د افغانستان ګڼو شمالي ولایتونو ته هم تلل خو اوس بدخشان، کندز، بلخ، بغلان او ګڼو نورو ته له تاجکستان څخه سېمنټ وارېدېږي.

ددې ترڅنګ له ایراني سېمنټو څخه به پخوا په کابل کې خلکو ډډه کوله خو اوس ورسره خلک اشنا شوي دي او د امریکايي او بهرنیو کمپنیو پرته یې نور زیات خلک اخلي.

په افغانستان کې ولې د سېمنټو بیې کمې شوي دي؟

لومړی: په کابل کې د نجم راز په نامه له پاکستان څخه د سېمنټو د واردونکې شرکت مشر انجینیر نجم الرحمن راز وي او اې ډیوې ته وویل:

"له پاکستان څخه ځکه د سېمنټو واردات نږدې پنځوس فیصده کم شوي دي، چې اوس زیات سېمنټ له ایران او تاجکستان څخه وارېديږي او د بغلان ولایت د سېمنټو د کارخانې په څېر په افغانستان کې هم په یوه زیاته اندازه سېمنټ جوړېږي."

نوموړي زیاته کړه یواځې د دوی شرکت به په میاشت کې تر ۷۰۰۰۰ ټنو پورې سېمنټ له پاکستان څخه وارېدول خو اوس یې دغه اندازه شاخوا ۳۰۰۰۰ ټنو ته کوزه شوې ده.

دوهم: ښاغلي راز ډیوې ته وویل، په افغانستان کې د سېمنټو بیې زیات وخت د ټرېلرو په کرایو پورې اړه لري چې اوس دا کمې شوې دي.

هغه وړاندې وویل، دا کرایې ځکه کمې شوي دي چې اوس په افغانستان کې د میوو فصل دی او په تورخم کې په تازه میوو بار ټېلرې زیات ځنډ ته نه پرېښودل کېږي ځکه میوه خرابېږي او کله چې پاکستان غاړې ته ټېلرې په اسانۍ سره اوړي نو اغیز یې نېغ په نېغه د کرایو په کموالی باندې دی.

دی وايي، د بېلګې په توګه څه موده وړاندې له پاکستان څخه کابل ته د یو ټرېلر کرایه ۲۳۰۰۰۰ کلدارې کېدله خو اوس دغه کرایه ۱۴۰۰۰۰ ته راکمه شوې ده او له دې امله نېغ په نېغه د سېمنټو بیې ورسره کمې شوي دي.

دریم: په افغانستان کې د پاکستاني سېمنټو د بیې د کوځېدو دریم دلیل دا دی چې پخوا به افغان سوداګرو ته یو ټن سېمنټ د فابریکې لخوا په ۷۵ ډالره ورکول کېدل خو اوس دغه بیه خپله د کمپنۍ لخوا ۴۰ ډالرو ته کمه شوې ده.

دا په دې معنی چې پخوا به له کرایې وروسته یو ټن سېمنټ کابل ته په سلو ډالرو رسېدل خو اوس دا په شاخوا ۸۴ ډالرو تمامېږي.

د دې درې واړو دلایلو له امله په تېرو کلونو کې په کابل کې یوه بورۍ پاکستاني سېمنټ په ۴۰۰ خو اوس په ۳۳۰ افغانۍ پلورل کېږي.

په پاکستان کې ولې د سېمنټو بیې زیاتې شوي دي؟

په پاکستان کې په دې ورځو کې د سېمنټو په بیو کې زیاتوالی راغلی.

لومړی: په کابل کې د افریدې ټرېډېنګ د سېمنټو د شرکت مشر حاجي مراد ډیوې ته وویل، ددې زیاتوالي دوه مهم دلایل په ګوته کوي یو د حکومت لخوا په سېمنټو باندې د خرڅلا (فروش) ۱۷ فیصده ټکس لګول او دوهم په یوه ټرېلر کې له ۳۷ ټنو څخه د زیاتو سېمنټو نه پرېښودل دي ځکه چارواکي وايي له دې سره یې د هېواد سړکونه ویجاړېږي.

دوهم: د ښاغلي مراد په وینا، تر دې مخکې به په هر ټرېلر کې ۴۰ ټنه سمېنټ بارېدل چې له امله به یې کرایه په ډېرو بوریو وېشل کېدله او له همدې امله به د یوې بورۍ بیه تر اوسنۍ بیې ارزانه وه.

ښاغلي مراد وړاندې وویل، دا مهال په یوې بورۍ سېمنټو کې ددغو نویو بدلونونو له امله له ۱۵۰ څخه واخله تر ۱۷۰ کلدارو پورې زیاتوالی راغلی او دا په دې معنې چې د یوې بورۍ بیه په ازاد مارکېټ کې ۶۰۰ پاکستانۍ روپۍ ده چې پخوا ۴۵۰ روپۍ وه.

د سېمنټو له ناسم محصول څخه د افغانستان د خزانې تاوان:

که څه هم په پاکستان کې د سړکونو د ژغورلو په خاطر په هر ټرېلر کې د سېمنټو وزن تر ۳۷ ټنو پورې ټاکل شوی چې ۷۴۰ بورۍ کېږي محدود شوی خو په افغانستان کې بیا تل داسې نه وي.

انجینیر راز وايي، هغه ټېلرې چې افغانستان ته سېمنټ راوړي په هغو کې کابو شل فیصده یې تر ۵۵ ټنو پورې سېمنټ باروي چې هغه ۱۱۰۰ بورۍ سېمنټ کېږي.

د دې خبرې معنی دا ده چې هر ټرېلر ۵۵۵ ډالره مالیه او محصول ورکوي خو د ۳۷ ټنو پرځای پکې ۵۵ ټنه بار وي یعنې په هر ټرېلر کې ۱۸ ټنه سېمنټ افغانستان ته بې له محصول او مالیې څخه وارېدېږي.

د افغان سوداګرو ترمنځ داسې اټکل کېږي چې که په کال کې افغانستان ته یواځې ۲۰ فیصده سېمنټ بې محصوله وارد شي نو دا د افغانستان د دولت خزانې ته ۶۴ میلیونه ډالره تاوان رسوي.

دوی زیاتوي، دا تاوان نه یواځې د افغانستان دولتي خزانې ته رسېږي بلکه په کابل کې د سېمنټو سوداګرو ته هم رسېږي ځکه دوی وايي هغه کسان چې له محصول پرته خپل ۲۰ فیصده سېمنټ افغانستان ته واردوي نو هغوی بیا له نورو سوداګرو سره د سېمنټو په بیې کې ناسمه سیالي کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG