لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان جهادي ملا صوفي محمد په خپل کټ پوزي ساه ورکړه


سنګين استاذ زمونږه د سيمې د تبليغيانو لوي امير وو. هغه به په سکول کې کم او په تبليغ کې ډېر وخت لګوو. او په هر ځاېې کې به يې داسې پارونکي جهادي بيانونه کول چې په اورېدونکو به يې وېښته ودرول. او ډېر ځوانان به په دغه جذباتي تقريرونو اورېدو پټ په پټه له کوره اوتښتېدل او د وسله والو په ډلو کې به ورګډ شول چې څه وخت پس به پکې د اکثرو مياندو پلارونو ته په ګوليو سوري مړي سپارل کېدل.

سنګين استاذ ډېر هوښيار وو خو يوه غلطي ترې شوې وه چې خپل بچي يې د خپل جهادي لېټرېچر نه لرې نه وو ساتلي، او اکثر به ورته خپل کشر ځوي سميع الدين هم د مقتديانو په لومړي صف کې ناست وو.

وخت تېرېده، چې يوه ورځ په کلي کې خبر خپور شو چې سميع الدين ورک شوی دی.

سنګين استاذ ته ښه پته وه چې ځوانان چرته ورکېږي. هغه نېغ د وسله والو مشر اېجنټ له ورغلو چې د خپل ځوي معلومات ترې وکړي.

اېجنټ چې د سنګين استاذ په ژړا سرې سترګې اولېدلې نو ډاډ دلاسه يي ورکړه چې استاذ جي خفه کېږه مه،خو داسې ښکاري ستا بچی به هم شهيد شوی وي،

دا خبره په استاذ جي لکه د ټوپک ډز اولږېدله، وېل نه مشره، خداې دې نه کړي، داسې مه وايه، سميع به ژوندی وي.

سنګين استاذ پوهه شو چې ځوي يې لکه د نورو ځوانانو د جهاد په نامه روان جنګ ته استول شوی دی، خو څو ورځې لا تېرې نه وې چې استاذ جي د خپلو مشرانو په زور خپل ځوي د تود جنګ نه روغ رمټ کور ته بوتلو.

هغه ورځ شوه او نن ورځ، نه خو د سنګين استاذ په خله کې هغه تاثير پاتې دی او نه يې په تقريرونو کې هغه پارونکې جذبه ، هغه چې کله هم د جهاد د قربانۍ قېصه راواخلي نو د کلي مشران ورپورې ملنډې کوي او وايې :

بل ته مسلې کوي : پخپله پرې حملې کوي

د سنګين استاذ د دوه مخۍ دغه قيصه راته د مولانا صوفي محمد د مړينې سره راياده شوه،

مولانا صېب د ۸۶ کالو په عمر کې په خپل کټ پوځي ساه ورکړه، خو په زرګونو پښتانه ځوانان يې د جهاد په نوم په پردي جنګ کې اوسېزل.

عجيبه اتفاق دی چې د مولانا صوفي محمد په څېر په پاکستان او افغانستان دغسې ډېر د سخت دريزه مذهبي ګوندونو مشران او جهادي رهبران چې پردي بچي به يې جنګونو ته لېګل پخپله پخپل کټ پوزي مړه شوي.

که د چانه يې نومونه هېر وي نو يو څو به در ياد کړم، لکه د افغان د "جهاد" سخت پلوي او د جماعت اسلامي مشر قاضي حسېن احمد، د افغان طالبانو مشر ملا عمر، جلال الدين حقاني، محمد نبي محمدي، مولوي يونس خالص، پير سېد احمد ګېلاني، صبغت الله مجددي( چې سږکال د فرورۍ په مياشت کې د ۹۴ کالو په عمر کې مړ شوی) او دغسې نور ډېر"جهادي رهبران" او د دوي ترڅنګ په جنوبي اېشيا کې د جهادي لېټرېچر ستر ليکوال مولانا ابوالاعلی مودودي او داسې ورپسې ځه ...

ځکه خو وايې :

ملا د خېر خبره شر له جنګېدو له بوځي

زړونه د امن د مذهب نه تورېدو له بوځي

دغې جنت ته هغه خپل څومره بچي لېږلي

که د پښتون بچي ځانمرګي جوړېدو له بوځي.

هو، د اکوړي سميع الحق ملا چې د افغان طالبانو پلار ګڼل کېږي، مې ياد دی ، هغه پخپل مرګ مړ نه دی خو د هغه د مرګ قيصه بدله ده.

(په دې رېښتونې قيصه کې نومونه فرضي دي)

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG