لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په میدان وردګو کې د طالبانو لخوا ۴۲ تړل شوي کلینیکونه بېرته پرانستل شول


د افغانستان په میدان وردګو ولایت کې د سویډن د کمېټې هغه ۴۲ روغتیايي کلینیکونه بېرته پرانستل شوي دي کوم چې تېره ورځ د طالبانو د ګواښونو له امله تړل شوي وو.

په افغانستان کې د سویډن د کمېټې مشر ډاکټر خالد فهیم د جمعې په ورځ امریکا غږ ډیوې ته وویل چې دغه روغتیايي کلینیکونه د سیمې د قومي مشرانو په منځکړیتوب پرانستل شوي دي.

"له نیکه مرغه دغه ټول تړل شوي کلینیکونه اوس پرانستل شوي دي او خپل نورمال روغتیايي خدمات پر مخ وړي."

په میدان وردګو ولایت کې د سویډن د کمېټې لخوا له ۷۷ کلینیکونه څخه دغه ۴۲ کلینکونه وروسته له هاغې وتړل شول کله چې طالبانو په یوه کلینک باندې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د شوي برید په غبرګون کې د هغوی د تړلو ګواښ وکړ.

د سویډن د کمېټې چارواکي وايي، چې روغتیايي کارکونکو د طالبانو د ګواښ له وېرې بیا دغه کلینکونه وتړل.

ښاغلي فهیم دا هم وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو که څه هم په میدان وردګو ولایت کې د شویو پوځي عملیاتو پخلی کړی خو دا خبره ردوي چې ګواکې دوی په دغو عملیاتو کې په یو روغتیايي کلینک باندې برید کړي.

په تړل شویو روغتیايي کلینکونو کې هره ورځ د ښاغلي فهیم په وینا د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۵۷۰۰ ناروغانو درملنه کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG