لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا اسمبلۍ دقبائیلي ضلعو ازاد غړي دکومو غرضونو دپاره بلوچستان عوامي ګوند کې شامل شوي؟


دخیبر پښتونخوا داطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی وایي دغو درېواړو غړو د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف سره خبرې کړې وې اؤ غوښتل یې چې دې ګوند کې شامل شي خو د وزارت په نه ورکړل کیدو بلوچستان عوامي ګوند کې شامل شوي دي.

دخیبر پښتونخوا دقبائیلي ضلعو څخه په ازاد حیثیت دصوبایي اسمبلۍ درېوؤ بریالي شوؤ غړو په بلوچستان عوامي ګوند کې ګډون کړی چې دې سره په وړومبي ځل دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دغه ګوند ټولټاکنو کې له برخې اخستو پرته خپل شتون پیدا کړی دی.

دخیبر پښتونخوا داطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی وایي دغو درېواړو غړو د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف سره خبرې کړې وې اؤ غوښتل یې چې دې ګوند کې شامل شي خو د وزارت په نه ورکړل کیدو بلوچستان عوامي ګوند کې شامل شوي دي.

خو دکامیاب شوؤ دوه ایم پي ای ګانو بلاول اپریدي پلار اؤ دشفیق اپریدي تره الحاج شاه جي ګل اپریدی وایي بیا وایي چې بلوچستان عوامي ګوند کې دقبائیلي ایم پی ای ګانو ګډون د وزارتونو دپاره نه بلکې دصوبې اؤ خپلو سیمو دګټو دپاره دی.

دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ بریالي شوؤ درېوؤ ازادو غړو بلاول اپریدي، شفیق اپریدي اؤ عباس اپریدي دجمعې په ورځ اسلام اباد کې د بلوچستان د وزیراعلی جام کمال خان په موجودیت کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په ترڅ کې په بلوچستان عوامي ګوند کې د ګډون اعلان کړی ؤ.

په بلوچستان ایالت کې واکمن بلوچستان عوامي ګوند چې دمرکزي حکومت ائتلافی ډله ده ،د بلوچستان یو ملت پاله سیاسي ګوند ګڼل کیږي چې دبلوڅ قام دحقونو دپاره غږ پورته کوي خو دپښتونخوا دخلکو په رائیو دبریالي شوؤ پښتنو په دغه ګوند کې ګډون بیا یو شمیر پوښتنې راولاړې کړي دي.

تحریک انصاف سره یې ولې خبرې ناکام شوې؟

دخیبر پښتونخوا داطلاعاتو وزیر ښاغلي شوکت یوسفزي رسنیو ته ویلي په ازاد حیثیت بریالي شوؤ دغو درېو واړو دصوبایي اسمبلۍ غړو دپاکستان تحریک انصاف سره خبرې کړې وې اؤ غوښتل یې چې حکومت کې دبرخې ورکولو په شرط هغوئ پي‌ ټي ایي کې د ګروپ یا ډلې په توګه شامل شي.

خو شوکت یوسفزی وایي چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې هغوئ ته اکثریت ترلاسه دی اؤ اوسنیو ټاکنو کې یې خپل غړي هم بریالي شوي ځکه نو هغوئ به خپل غړي حکومت کې شامل کړي اؤ دنورو ډلو سره ائتلاف جوړول ورته ممکن نه دي.

شوکت یوسفزی وایي دبلوچستان خپل سیاسي حالات دي اؤ هلته چې دبلوچستان عوامي ګوند اؤ پاکستان تحریک انصاف ترمینځ کوم ائتلاف شوی هغه خپل محرکات هم لري خو په خیبر پښتونخوا صوبه کې وضعیت بیا بیخي بدل دی اؤ دلته هغوئ د ائتلاف نه پرته هم خپل حکومت کولی شي.

دښځو ځانګړې چوکۍ دپرېکړې عمده علت

خو د خیبر قبائیلي ضلعې څخه دصوبایي د دوؤ بریالي شوؤ غړو بلاول اپریدي پلار اؤ شفیق اپریدي تره پخواني دپارلیمان غړي الحاج شاه جي ګل اپریدي وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې بلوچستان عوامي ګوند کې د درېوؤ ازادو غړو دګډون پرېکړه د صوبې اؤ قبائیلي ضلعو دښېګړې په خاطر شوې ده.

هغه وویل “مونږ بلوچستان عوامي ګوند کې ځکه شامل شو چې یو خو به د زنانه و ځانګړې چوکۍ وګټو او بل به د حکومت برخه شو او د سیمې د ښیګړې لپاره به کار وکړو”

هغه دا تاثر رد کړو چې ګنې بلوچستان عوامي ګوند یو ملت پاله ګوند دی اؤ یوازې دبلوچستان دګټو خبره کوي اؤ وئ ویل “همدې ګوند سره په بلوچستان کې عوامي نیشنل پارټۍ اؤ په مرکز کې تحریک انصاف اتحاد کړی دی، دا یو قامي ګوند دی ، چې دټول قام دګټو خبره کوي خو دګوند دنوم نه که خلکو ته پوښتنې راولاړیږي هغه بیله خبره ده”

بلوچستان عوامي ګوند کې د د درېوؤ ازاد غړو شاملیدو وروسته احتمال دی چې دې ګوند ته خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې یوه د ښځو ځانکړې چوکۍ ورکړل شي اؤ شاه جی ګل اپریدی وایي چې ددغه چوکۍ دپاره هغوئ دخپل لوري نه دیوې میرمنې بصیرت خان شینوارۍ نوم ورکړی دی.

نوموړي په دغه ګوند کې د ازادو غړو د ورګډو یو علت دا هم وښودلو چې نورو ټولو ګوندونو د وړاندې نه دعمومي چوکیو په پسر د ښځو دځانګړو چوکیو ترلاسه کولو دپاره دخپلو ګوندونو د اړونده ښځو نومونه دټولټاکنو کمیشن ته ورکړي وؤ خو بلوچستان عوامي ګوند دښځو نومونه نه ؤؤ ورکړي.

ایا دا غړي به اوس خپل یو سینیټر جوړ کړي؟

د خیبر ضلعې یو خبریال مدثرشاه وایي په صوبه کې دقبائیلي سیمو له ورګډیدو راپدیخوا د ورسته پاتې قبائیلي ضلعو د خلقو دې انتخاباتو ته سترګې وې او دټولټاکنو نه وروسته دا یوه ناسمه پرېکړه ده چې ښایي اشخاصو ته به ګټه ورکړي خو اولس ته به یې تاوان رسي.

هغه وویل چې صوبایي اسمبلۍ کې په پینځوؤ چوکیو لرلو یو ګوند کولی شي خپل یو سینیټر هم وټاکي اؤ ددې پرېکړې یو عمده علت دا هم کیدای شي چې دې غړو په راتلونکي کې دخپل سینیټر جوړولو دپاره په بلوچستان عوامي ګوند کې ګډون کړی وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG