لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزيراعظم عمران خان د عافيه صديقي او شکيل افريدي په بدل کې د ورکولو خبره د عدالتي فېصلې سپکاوی دی، خورشيد اېډوکېټ


پخواني ډپټي اټارني جنرل يا څارنوال خورشيد اېډوکېټ د وزیراعظم عمران خان پرضد د پېښور په هايکورټ کې د عدالت د سپکاوي په مقدمه کې موقف خپل کړی چې د امریکې د وروستي سفر په مهال وزیراعظم عمران خان په امریکا کې د بندي پاکستانۍ ډاکټر عافيه صدیقي او پاکستان کې بنديوان ډاکټر شکيل افريدي په اړوند په ورکړي بيان کې د عدالتي فېصلې سپکاوی کړی دی.

د نوموړي په وېنا د صديقي په بدل کې د افريدي د خلاصولو بيان د پېښور هايکورټ د ۲۶ فرورۍ کال ۲۰۱۹ د هغه فېصلې پرضد دی چې پکې ياد عدالت ډاکټر شکيل افريدی کوم بل هېواد ته د نه سپارلو او د صوبې د جېل نه بلې صوبې ته د نه لېږلو او د هغه د خلاصولو دپاره د پټې لوظنامې نه حکومت منع کړی دی.

ياده فېصله هم د پېښور هايکورټ د خورشيد اېډوکېټ له دې نه وړاندې په کړي خواست کې اورولې وه.

نوموړ ی وکيل وايي، د يوې صوبې نه بلې صوبې د لېږلو قانون شته خو د ملک نه بهر داسې نه شي کېدی او د حکومت سره داسې اختيار نشته.

په ډاکټر شکيل افريدي تور دی چې هغه د خېبرپښتونخوا په اېبټ اباد ښار کې د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په مالولو کې د امریکا د استخباراتي ادارې سي ايي ای مرسته کړې وه.

خو نوموړي ته په قبايلي ضلع خېبر کې د يوې غېر قانونه ګرځول شوې ډلې لشکر اسلام سره د اړيکو په تور کې سزا ورکړی شوې وه. هغه دا وخت د پنجاب صوبې په ساهېوال ښار کې په يو سخت امنيتي زندان کې بنديوان دی.

د قبايلي ضلعو په خېبرپښتونخوا کې ورګډېدو وروسته د ډاکټر شکيل مقدمه د پېښور هايکورټ ته راوړل شوې ده.

د هغه وکيل قمر نديم وايي د را روانې مياشتې په ۲۴م نېټه به د هغه د مقدمې اورېدنه کيږي. هغه وويل په ۲۴ م ستمبر به استعاثه او د دفاع وکيل خپل دلايل وړاندې کوي.

عمران خان چې په وروستيو کې امریکا ته سفر کړی او هغه يوې امریکايي خبري ادارې سره په خبرو کې د شکيل افريدي په اړوند د شوې پوښتنې په ځواب کې ويلي ؤ زمونږ هم يوه ناتوانه ښځه عافيه صدیقي په امریکا کې بندي ده او مونږ د دواړو يو بل په بدل کې د ورکولو خبرې کولی شو.

د عمران خان د سفر نه وړاندې د شکيل افريدي وکیلانو او د کورنۍ غړو د دواړو هېوادونو په واکمنو د شکيل افريدي معاملې ته د کتنې غوښتنه کړې وه.

قمرنديم وايي، دا خو ټولې دنيا ته پته ده چې کله د امریکې دوره وي او اهم کسان لاړ شي او هغوي پکې د ډاکټر شکيل افريدي په باره کې خبره ونه کړي دا خو کېدی نه شي. په دې به خبرې شوي او د هغه په خيال په دې به ښه په طريقې سره خبرې شوي وي.

شکيل افريدي ته په کال ۲۰۱۲ کې د ۳۳ کالو د بند سزا اورول شوې کومه چې وروسته لس کاله راکمه کړی شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG