لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان له هند سره د درملو سوداګرۍ ته اجازه ورکړه


د پاکستان حکومت له هندوستان سره د درملو (دوایانو) د سوداګرۍ لپاره یوځل بیا اجازه ورکړې او په دې لړ کې یې د سوداګړۍ د وزارت له اړخه په قانون کي بدلون هم راوستلی دی.

د سوداګرۍ د وزارت د چاروکو په وینا، دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو ولس ته د آسانتیاوي برابرولو لپاره شوې ده.

د وفاقي حکومت له اړخه د منظورۍ ورسته د سوداګرۍ وزارت په دې لړ کی امپورټ اوایکسپورټ پالیسی آرډرز کال ۲۰۱۶ کی بدلون هم راوستی.

د دغې پریکړې ورسته به پاکستان او هندوستان له یو بل سره د تېر په څېر د دوایانو او طبی سامان آلاتو سوداګري کولی شي.

د پاکستان حکومت د تیرې میاشتې په ۵ مه نېټه د هندوستان له اړخه د هندي کشمیر ځانګړی حیثیت له منځه وړلو ورسته د اګست په ۷ مه نېټه یوې لوړپوړې امنیتي غونډه کي له هندوستان سره د سوداګرۍ ختمولو او سفارتي اړیکو محدود ساتلو پریکړه کړی وه او له دې سره د دوایانو د پاره خام مال را رسیدل هم درول شوی وو-

د حکومت د دغه پریکړې ورسته په بازارونو کی دوایاني ډیرې ګرانې شوې وې او د دواساز کمپییو لخوا د دوایانو د کمي ویره هم څرګندی شوې وه- خو تیره اونۍ د صحت وفاقي وزیر ډاکټر ظفر مرزا او د دواسازو کمپنیو د مشرانو تر منځ کیدونکې غونډه کې د دغه بحران پر هواري موافقه شوې وه-

د یوی اندازې تر مخه په پاکستان کي کاریدونکي د دوایانو د خام مال ۵۰٪ یا نیم په نیم د بهرنی هیوادونو څخه درآمد کیږي- د دوایانو د کمپنیو وینا ده دا وخت ۸۲۰ داسي کیمیکلز دي چي پاکستان یی د بهرنیو هیوادونو څخه واردوی- په دغه کیمیکلز کي ۶۰ داسي کیمیکلز دي چي د هندوستان څخه راغوښتل کیږي- اوپه دغه کیمیکلز کي ۲۳ کیمیکلز د زړه ناروغیو، دیابیتس، د وینی فشار او کینسر په شان ناروغیو د پاره جوړیدونکو دوایانو کي کارول کیږي-

د مطبوعاتي رپورونو تر مخه پاکستان یوازي په تیرو ۱۶ میشتو کي له هندوستان څخه د ۳۶ میلیونو ډالرو اینټی رینیز او اینټي وینم (د سپی او د مار د خوړو د تاریاق) ویکسینونه وارد کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG