لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو سره دنورو معاملو راخلاصولو دپاره زلمی خلیلزاد دوحې ته روان شوی


دافغانستان دسولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پرون دپنجنشنبې یا زیارت په ورځ له کابل څخه قطر پلازمینې دوحې ته ستون شوی ترڅو له طالبانو سره دسولې مذاکرتو ته دوام ورکړي.

له افغانستان څخه دوحې ته د زلمي خلیلزاد د ستنېدو خبره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت یو ویاند دنوم نه ښودلو په شرط دفرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې کړې ده.

د راپورونو له مخې زلمی خلیلزاد به په دې سفر کې طالبانو سره دافغانستان دسولې په تړاو خپلو مذاکراتو ته دوام ورکوي ترڅو یوې بشپړې هوکړې ته ورسیږي.

خلیلزاد په داسې حال کېیوځل بیا له طالبانو سره مذاکراتو ته دوام ورکوي چې نوموړی تیره اوونۍ کابل ته راغی او له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې دسولې دنهايي شوې موافقې جزیات شریک کړل.

افغان حکومت ویلي وؤ چې دسولې پر مسودې به ارزؤنه کوي او تر دقیقې مطالعې وروسته به یې په اړه نظر څرګند کړي.

دا تر اوسه نه ده معلومه چې خلیلزاد له افغان حکومت څخه دسولې موافقې په تړاو د رضایت په ترلاسه کولو سره دوحې ته ستون شوی او که له مخالفت سره.

دافغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي و دامریکا او طالبانو ترمنځ دسولې هغه سند چې وروستی شوی باید په اړه یې افغان حکومت ته وضاحت ورکړل شي.

دامریکا او طالبانو ترمنځ دسولې مذاکرات چې له نزدې یو کال راهسې دوام لري پکې دسولې موافقه وروستۍ شوې ده.

دسولې مذاکراتو له دوام سره په افغانستان کې جګړو هم زور اخستی او یوازې په کابل ښار په تیره یوه اوونۍ کې دوه خونړي بریدونه چې زیاته مرګ ژوبله پکې عامو ولسي خلکو ته ورسیده ترسره شوي دي.

په افغانستان کې په نا امنیو په زیاتیدو دبخښنې نړیوال سازمان هم خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

دې سازمان ویلي د غور ولایت لپاره دبشري حقونو خپلواک کمیسیون مشر عبدالصمد امیري دطالبانو برمته کړی او وروسته یې وژلی دی.

دبشري حقونو ددفاع ادارې د امیري د وژنې غندنه کړې ده او ویلي یې دي چې دا ستربشري جنګي جنایت دی.

دبخښنې نړیوال سازمان په یو بیان کې دایمنسټي انټر نیشنل دجنوبي ایشیا کمپاینرې سمیرا حمدي ویلي طالبان له یوې خوا دسولې هڅې کوي خو له بلخوا طالب ډله په بې رحمی سره دخلکو وژلو ته دوام ورکوي.

دافغانستان دبشري حقونو خپلواک کمیسیون هم د عبدالصمد امیري په وژنه خواشیني څرګنده کړې او ویلي دي چې امیری له کابل څخه غور ولایت ته د ندې لپاره روان ؤ چې طالبانو له برمته کولو دوه ورځې وروسته پرون دپنجشنبې ورځ دهغه مړی ترلاسه شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG