لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا ته د بجلۍ د ګټې د پېسو په اړوند د عمران خان بيان ته سخت غبرګون ويل شوی


د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي چې په اوسنيو روانو حالاتو کې د خېبرپښتونخوا حکومت ته د بجلۍ د خالصې ګټې د پاتې پېسو ورکول ځکه امکان نه لري چې دې له به د بجلۍ نرخ نور سېوا کول وي.

د عمران خان دې بيان ته په ټولنيزو رسنیو سخت سياسي غبرګون ويل شوی دی.

وزیراعظم عمران خان په وروستيو کې د تورخم د سفر په مهال د خېبرپښتونخوا حکومت د بجلۍ د خالصې ګټې د پېسو په اړوند بيان ورکړی ؤ.

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان ويلي، چرته دي هغه خلک چې ويل به يې په وفاقي حکومت کې پښتنو ته نمايندګي ورکړل شوې ده؟.

د خېبرپښتونخوا د تحريک انصاف ګوند د حکومت د خزانې وزير تېمور سليم جګړا د اېمل ولي خان بيان ته ځواب ويلی چې د عمران خان د بيان مطلب دا دی چې په اوسني معاشي حالت کې خېبرپښتونخوا ته پاتې پېسې ورکول يو چېلنج دی او دا به د تحریک انصاف حکومت وي چې د تل دپاره به دا مسله ختموي.

خو تېمور سليم جګړا سږ کال د بجټ وروسته ويلي ؤ چې په وفاق کې ځينې قوتونه د ۱۹۸۵ او ۸۶ د جوړې (ای جي اېن قاضي) فارمولې لاندې خېبرپښتونخوا ته د پاتې پېسو په ورکولو کې خنډان اچوي.

جګړا ويلي ؤ مرکزي حکومت دې د جوړې کړی شوې فارمولې لاندې د بجلۍ د ګټې د خالص رقم صوبې ته د ورکولو او د لوظنامې د عملي کولو نه، نه ويريږي.

هغه زیاته کړې وه دا روپۍ د تېرو ۳۰ کالو راهسې پاتې دي او دوي ګڼي چې په اسلام اباد کې د دې مسلې د هوارولو دپاره نورې انتظامي شخړې جوړول کیږي.

د يادې فارمولې لاندې يواځې تېر کال مرکز له د خېبرپښتونخوا ته ۶۵ اربه روپۍ ورکول ؤ او په دې کې مرکز د صوبې نه ۳۴.۷ اربه ورپۍ ايسارې کړې.

د صوبايي اسمبلۍ په تېره غونډه کې اېم پي ای عنايت الله د حکومت نه پوښتنه کړې وه چې د يادې فارمولې لاندې د کال ۲۰۱۷ او ۲۰ م ترمنځ مودې او تېرې پاتې پېسې څومره جوړیږي؟ حکومت يې په ځواب کې ویلي ؤ دا ټولې ۴۱۰ اربه روپۍ جوړيږي.

خو تېر کال د اپرېل او بيا د ستمبر په میاشتو کې د شريکو ګټو کونسل په ۳۷ او ۴۱ غونډه کې د دې مسلې د هوارولو دپاره يوه کميټي جوړه کړې وه خو په حکومتي ځواب کې ويل شوي کمېټۍ د ای جي اېن فارموله لانجمنه ګرځولې ده.

يادې کمېټۍ تراوسه درې غونډې کړي او په وروستيو کې د خېبرپښتونخوا د توانايۍ مشير عنايت الله په پوخ يقين سره ويلي ؤ دا مسله د کمر سر ته راغلې او اوس يواځې يوه دیکه غواړي.

هغه ويلي ؤ دا ۱۲۸ اربه روپۍ دي په تربېله او نورو پروژو کې، په دې کې کميټي جوړه شوې او څلور ناستې يې شوي او دا خبره اوس د کمر سر له راغلې ده.

خو د عمران خان په تازه بيان خلکو د مايوسۍ څرګندونه کړې ده او سليم نومې تن په سوشل ميډيا ویلي، داسې ښکاري چې د خېبرپښتونخوا حکومت په سرکاري کچ د بجلۍ د خالصې ګټې د برخې نه د خپلو خلکو په تاوان د مرکزي حکومت په حق کې لاس اخلي.

خو جګړا ويلي دا مسله سياسي نه بلکې دا د صوبې او مرکزي حکومت ترمنځه ده او مرکزي حکومت له د ۳۰ کالو راهسې پاتې دې پېسو د روپو قيمت ته هم کتل پکار دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG