لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ آر سي پي: په بلوچستان کې د نارینه وو غوندې د ښځو ورکېدل د اندېښنې وړ ده


واشنګټن ـــ د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د بلوچستان په اړه پخپل تازه تفصیلي رپوټ کې ویلي، چې په دې صوبه کې لا هم په جبري توګه خلک بې درکه کېږي، وایي زیاته د اندېښنې وړ خبره دا ده چې اوس ښځې هم بې درکه کېږي.

د بلوچستان اوسني حکومت ژمنه کړې چې د بې درکه خلکو ستونځه به حل کړي، خو د حکومت په ګډون امنیتي ادارو په وار وار دا تورونه رد کړي چې ګواکې د خلکو په جبري بې درکۍ کې لاس لري.

د بشري حقونو کمیشن خپل رپوټ ته د "بلوچستان: تر اوسه هېر شوی" نوم ورکړی او ویلي یې دي چې دا صوبه تر اوسه په سیاسي توګه له پام غورځول شوې ده. د رپوټ په یوه برخه کې راغلي:

"په اکثرو مقدمو کې د بې درکه کسانو کورنۍ وایي، دوی ډارېږي چې له چارواکو سره د خپلو ورکو کسانو په اړه خبرې کوي. د اندېښنې وړ رجحان دا دی چې اوس له ځینو سیمو لکه ډېره بګټي او اواران څخه ښځې هم ورکېږي خو بیا هم د دغو پېښو خبرونه نه رپوټ کېږي".

د بشري حقونو کمیشن پخپل څېړنیز رپوټ کې ویلي، په بلوچستان کې د کولې سلګونه کانونه هغه خلک چلوي چې په بیړنیو حالاتو کې د خوندیتوب لپاره نه مالي سرچینې لري نه د تکنیکي مهارتونه، خو وایي امنیتي ادارې له دوی په زوره پیسې اخلي:

"امنیتي ادارې پر دوی د یوه ټن کولې پر سر غیرسرکاري امنیتي جرمانه لګوي، چې د کانونو مالکان او د مزدورانو اتحادیې یې کلنګ (بته) ګڼي".

د بلوچستان حکومت او ملېشه ځواکونو د بشري حقونو د کمیشن په رپوټ کې تازه دعوو ته تر اوسه څه جواب نه دی ویلی، خو په تېر وخت کې یې داسې دعوې تل په کلکه رد کړې دی.

د بشري حقونو کمیشن د بلوچستان په ښارونو کې د ملېشه ځواکونو په موجودګۍ پوښتنې را پورته کړې او ویلي یې دي چې د دې امنیتي ادارې زیات کنټرول صوبایي حکومت او سیول انتظامیې ته زیان رسوي:

"په تعلیمي ادارو لکه په بلوچستان پوهنتون کې د امنیتي ادارو دایمي او غیرضروري موجودګي او مداخله باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي".

ایچ آر سي پي غوښتنه کړې چې په بلوچستان کې دې هغه قانون ژر تر ژر عملي شي، چې په بنیاد یې جبري بې درکي جرم ګڼل کېږي، تر سره کوونکو ته یې سزا ورکول کېږي او اغېزمنو کورنیو ته معاوضه ورکول کېږي.

د ورکو بلوڅانو لپاره کېمپ له شاوخوا لسو کلونو د کوټې د پریس کلب څنګ ته لګول شوی دی، د کېمپ مشر او د ورکو بلوڅانو د تحريک مرستیال ماما قدير وايي، په زرګونو بلوڅ ځوانان بې درکه دي چې د دوی په وینا امنیتي ادارو وړي دي

خو ايالتي حکومت د زرګونو کسانو د بې درکۍ دعوې ردوي او په دعوې سره وایي هغه کسان چې امنیتي ادارو نیولي، د پاکستان په ضد د ورانکارۍ په فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG