لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې سوله څنګه راتلای شي؟


اتلس کاله وروسته هم د افغانستان د امن د بهير سره انديښنې او هيلې څنگ په څنگ روانې دي. د امريکا او طالبانو خبرې اترې په ټپه ودرېدلي خو تمه کيږي چې د شوي ټاکنو د نتيجو وروسته د افغانستان نوی منتخب حکومت او طالبان خپل منځي خبرې پيل کړي. البته لا تر اوسه طالبان د افغان حکومت سره د ناستي نه ډډه کوي.

د امريکا په سر ښار واشنگټن ډي سي کې د څېړنې ادارې ويلسن سنټر د افغانستان په امن او د امريکا د افغانستان لپاره په تگلاره يوه غونډه راجوړه کړې وه چې يو شمېر څېړونکو ورته وينا وکړه.

د سنټر فار سټيبيليټي اينډ ډيوېلپمنټ ډايرېکټر جناتن شروډن چې په افغانستان کې اوږده تجربه لري په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو په کمزورتيا او بد نظمۍ رڼا واچوله او وی يې ويل چې په تېرو وختونو کې د امنيتي ځواکونو يوه لويه برخه يا خو ډيوټۍ ته نه حاضريدل او يا د بد نظمۍ ښکار وو.

خو هغه وويل بايد څه د اميد او هيلو خبره هم وکړي ځکه چې دی ويني په وروستيو کې د افغان امنيتی کمانده په قوي لاسونو کې ورغلې او حالات د پخوا په رنگ نه دي پاتې. هغه وايي

جناتن شروډن وویل:

"يوه غټه رڼا چې ما په وروستيو کې وليده هغه په امنيتي ځواکونو کې د قوي او باصلاحيته افسرانو ټاکل دي چې په هره کچه دا کار شوی دی او دا هغه افسران دي چې د لاندې کچې نه په بره تلي دي."

د مدني ټولنې فعاله او څېونکې مريم وردک څوک چې د افغانستان د تېر او د موجوده حکومت سره د نزدې نه کار کوي وايي په افغانستان کې د جنگ بيانيه بدلول غواړي. اغلې مريم وردک وويل افغان حکومت طالبانو ته خبرې کوي خو د طالبانو سره خبرې نه کوي.

مريم وردک وویل:

"ما لا داسې حکومتی بيان نه دی ليدلی چې د ملک په ملي ژبه کې وي. البته دا وينم چې په طالبانو خبره کيږي خو طالبانو ته نه."

مريم وردک وايي افغان ځواکونه او طالبان دواړه افغانان دي بايد د دوی روزنه نوره د يو بل خلاف په کرکه او دښمنۍ ونه شي.

امن به څنگه راشي ژورنالسټې او څېړنکارې منزه شهيد غونډې ته وويل تر ټولو مهم مکمل اوربند دی چې خپل منځي خبرو اترو ته لاره پرانيزي، افغانستان د امن په شتون کې په اقتصادي توگه په خپلو پښو ودرېدلی شي، اداري فساد د نوي منتخب حکومت سره تر ډېره کميدلی شي ځکه تش په نوم د ملي يوالوالي په حکومت کې اداري فساد له حده ووت او بيا دا چې د ډيورنډ لانجمنه کرښه د افغانستان سولې او ثبات ته لوی گواښ دی.

منزه شهيد وویل:

"امريکا ته پکار دی چې د افغانستان د نوي حکومت ملاتړ وکړي ځکه چې خلکو په خپل سر ډېر خطر واخیست او د ډيموکراسۍ لپاره يې رای ورکړې.خو امريکا بايد د کال ٢٠١۴م د ټاکنو عمل تکرار نه کړي چې په ترڅ کې يې د ملي يووالي حکومت ادارې ووېشلې او نسلي کرکې يې رامنځ ته کې."

دغې غونډې ته کيرن کوټس، جوني واش او مايکل کوگلمين هم ويناوې وکړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG