لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپروفیسر اسماعیل په ضمانت دخوشې کولو دعریضې اوریدنه ځنډول شوې


د بشري حقونو د فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړې میرمن ګلالۍ اسماعیل د پلار پروفیسر اسماعیل د ضمانت لپاره محکمې ته دشوې عریضې اوریدنه دوه ورځې نوره ځنډول شوې ده .

ټاکل شوې وه نن د چهارشنبې په ورځ محکمه کې د پروفیسر اسماعیل په ضمانت دخوشې کولو دعریضې اوریدنه کېږي خو د هغه وکیل شهاب خټک ایډوکیټ ډیوه ته وویل ایف آیي ای ته دوه درې شخصي تنانو د پروفیسر خلاف شکایت کړی ؤ او ایف آیي آر کې د هغوي نومونه لیکل شوي دي خو نور درک یې نه دی معلوم چې دا څوک دي؟

خټک ایډوکیټ وایي دغه کسان نن داوریدنې په مهال محکمې ته نه وؤ حاضر شوي او هغوي ته هم اطلاع ورکړی شوه چې راروانه اوریدنه کې دې حاضر شي.

ښاغلی خټک زیاتوي د ضمانت بله اوریدنه به دوه ورځې وروسته په ړومبي نومبر وي.

شهاب خټک ایډوکیټ زیاته کړه که ضمانت منظور نه شو نو دوي به د پیښور هایي کورټ کې د ضمانت لپاره درخواست جمع کړي. خو وایي دې قضیه کې شکونه ډیر دي او زیات امکان دادی چې د پروفیسر ضمانت به د نومبر په ړومبۍ نیټه منظور شي.

پروفیسر اسماعیل د روانې میاشتې په څلیریشتمه نیټه هاغه مهال نامعلومه تنانو په زوره د پیښور هایي کورټ دروازې نه اوچت کړی او ځان سره بوتلی ؤ کله چې نوموړی د یوې بلې قضیې اوریدو نه وروسته عدالت نه بهر راوتو.

بیا بله ورځ په ۲۵م اکتوبر ایف آيي ای پروفیسر اسماعیل عدالت ته وړاندې کړو او په ده تور لګول شوی وو چې ده به د حکومت، ریاست او ادارو په ضد کرکه خوروله، تقریرونه به یې کول او په ټولنیزو رسنیو به یې خپرول.

عدالت پروفیسر اسماعیل د څوارلسو ورځو لپاره د پیښور مرکزي بندي خانې ته لیږلی دی.

بل لوري ته د امریکا د خارجه چارو دمحمکې او د پاکستان د بشري حقونو کمیسون تر څنګ یو شمیر سیاسي مشرانو د پروفیسر اسماعیل په داسې طریقه په نیولو اندیښنې ښودلې دي او دا یې هیواد کې د رایې د اظهار او جمهوریت لپاره تاواني عمل بللی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG