لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د حکومت پرضد سیاسي هلې ځلې په رسنیو نه خپرېږي


د پاکستان تحريک انصاف لخوا د حکومت پرضد د مخالفو سياسي ډلو په جلسو او سياسي هلو ځلو باندې د پاکستان په شخصي ميډيا اوس هم نه اعلان شوی بنديز پرځاې دی او ناقدين وايي، که د ولس په غږونو دا بنديز نور برقرار پاتې کيږي نو لرې نه ده چې ټولنه به لکه د پريشر کوکر وچوي.

د تير يو کال راهسې د حکومت او طاقتوره پوځي اسټپلشمنټ پرضد په ميډيا باندې د سياسي ډلو د اواز خپرولو باندې بنديز وو خو ناقدين وايي چې اوس دې بنيدز يو ډير ناوړه شکل خپل کړی دی.

د حکومت پرضد د مخالف جمعيت علما اسلام او نورو سياسي ډلو احتجاجي لاريون د تېرو درې ورځو راهیسې د سنده کراچۍ څخه پيل شوې خو دغه احتجاج چې په زرګونو خلک په کې گډون لري نه ښودل کيږي.

د جمعيت علما اسلام د مرکزي مجلس شورا غړی کامران مرتضي ډيوه ته وویل، د موجوده حکومت د راتګ سره سم په مطبوعاتو بنديز لا نور زيات شوی دی.

هغه زیاتوي، د جمعيت علما اسلام ازادي مارچ د حکومت او هغو طاقتونو پرضد دی چې دا حکومت په واک کې راوستې دې نو ځکه دوي ته کوريج نه ورکول کيږي.

خبريال طاهر خان وايي، هغه په خپل ديرش کلن صحافتي ژوند کې داسې بنديزونه نه وو ليدلي لکه چې دا اوس وويني .

هغه زياتوي دا وخت په پاکستان کې د جمعيت علما اسلام د ازادي مارچ لاريون تر ټولو مهم خبر دی خو په قامي ميډيا دې ته هغه شان ځای نه ورکول کيږي لکه څنګه چې کال ٢٠١٤ کې د پاکستان تحريک انصاف په ډي چوک اسلام اباد کې شوی د ١٢٠ ورځو احتجاجي پرلت ته ورکړل شوی وو او دا هر څه د فشار له امله کيږي.

اخوا د اردو ژبې د ټي وي اينکر او خبريال عامر متين چې اوس اوس پرې حکومت بنديز لګولی دی ډيوه ته وايي، دا مهال د پاکستان شخصي ميډيا د يو خراب حال نه تيريږي.

قدغنونه دي، خبريالان وهل کيږي او د مخالفو سياسي ډلو د هلو ځلو د نه ښودلو دپاره ټيلي فونونه راځئ او د هغه په قول د بده مرغه دا هر څه په سياسي حکومت کې کيږي.

هغه مخکې وايي کله چې په يوه ټولنه کې په ازادانه مباحثه بنديز ولګول شي نو له دې سره کشالې د هواريدو پرځاې لا نورې پيچلې کيږي.

عامر متين وايي ټولنه د پريشر کوکر په مثال وي او کله چې خلکو او سياسي ډلو ته د اظهار موقع نه ورکول کيږي نو ټولنه بيا لکه د پريشر کوکر چوي.

ښکاره دې وي چې د ستمبر په مياشت کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د شرکت په خاطر د امريکې د سفر په مهال وزير اعظم عمران خان دا خبره رد کړې وه چې په پاکستان کې مطبوعات د قدغنونو سره مخامخ دي او ويل یې چې په پاکستان کې مطبوعات د غربي نړۍ نه هم زيات آزاد دي .

په پاکستان کې د بشري حقونو او د مطبوعاتود آزادۍ فعالان وايي چې د تحريک انصاف حکومت د هېواد په مطبوعاتو ورځ په ورځ قدغنونه او فشار زياتوي او د خبريالانو د تحفظ نړيوال تنظيم رپورټرز ود اوټ بارډر د کال ٢٠١٨ په رپورټ کې ويلي چې پاکستان د ميډيا د آزادې په لحاظ سره د نړې د ١٨٠ هېوادونو په فهرست کې په ١٤٢ درجه ولاړ دې او ځنې نور تنظيمونه پاکستان د خبريالانو دپاره د دنيا په خطرناک هېوادونو کې شاملوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG