لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: لنډ مهاله حکومت د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دی


د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د سولې او اسلامي عدالت تاکنیزې ډلې مشر ګلبدالدین حکمتیار ویلي، د انتخاباتو کمیسیون لخوا د رایو بیا شمیره تیروتنه ده.

حکمتیار ویلي، ټاکنې دویم پړاو ته ځي او د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم دور انتخابات دې د موقت حکومت تر چتر لاندې ترسره شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي موقت او سرپرست حکومتونو له تیرو تجربو په ډاګه شوې چې ناورین او بحران یې په میراث پريښی دی.

د ولسمشرۍ له انتخاباتو که څه هم تر اوسه شاوخوا ۴۰ ورځې تیرې شوي خو لومړنۍ پایلې تراوسه نه دي اعلان شوي.

د ټاکنو کمیسیون ویلي، د لومړنیو پایلو د معلولو لپاره یې په ټول هیواد کې د ووټونو بیا شمیره پیل کړې ده.

د ولسمشرۍ یو شمیر ټاکنیزې ډلې بیا د انتخاباتو کمیسیون لخوا د پېل شویوهڅو پرضد دریدلي دي.

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشر ګلبدالدین حکمتیار نن د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې او باید لنډمهاله حکومت رامنځ ته شي.

نوموړي وویل ((کوم ناورین چې په انتخاباتو کې د درغلیو له امله رامنځ ته شوی څو بدلې لارې ورته لرو لومړی د ۲۴۳۲ د رایو ورکولو محلونه کې چې دبایومټریک دستګاوې ورکې شوي هلته دې بیا انتخابات وشي، ټول صندقونه دې بیا وشمیرل شي او د حاکم ټیم لخوا د شویو درغلیو په کتو باید یو موقت حکومت جوړ شي.)

د ولسمشر ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي لنډمهاله او سرپرست حکومتونه د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دي.

مینه پال له ډیوې سره په خبرو کې وویل موقتو حکومتونو بحرانونه رامنځ ته کړي او ولسونونه تیرو ترخو تجربوته ته ورګرځي.

نوموړی وايی، د موقتو او سرپرستوحکومتونو تجربو ښودلې ده بې له دې چې هغه افغانستان بحران ته بوځي بې له دې چې په افغانستان کې ورانی رامنځته کړي بله نتیجه یې نه ده ورکړې.

د حکمتیار په مشرۍ د سولې او عدالت او تیره ورځ د ثبات اوهمپالنې ټاکنیزو ډلو ویلي خپل ناظرین یې له دې امله د رایو بیا شمیرنې د څار له پروسې راګرځولي چې په انتخاباتو کې شفافیت شتون نه لري.

د ولسمشرۍ د ټاکنیزو ډلو مشرانو ویلي که د ووټونه بیا شمیرنه وشي پایلې ورته د منلو وړ نه دي.

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند مرستیال میرزا محمد حق پرست له ډیوې سره په خبرو کې وویل د ټاکنو د قانون له مخې مخ پر وړاندې روان دي او د هیواد د ۳۴ ولایتونو کې د رایې شمیرنې پروسې د پیل لپاره هڅې روانې کړي دي.

هغه وویل:((د کمیسیون دیدګاه ډیره واضحه ده او هغه دا ده چې د ټاکنو کمیسیون او اساسي قانون پراساس کمیسیون مکلف دی چې ټاکنیز نظام تطبیق کړي اوپه ټاکلي وخت باندې ابتدايي او نهايي نتیجه اعلان کړي اومونږ په دې هفته کې د بیا شمیرنې پروسه پیل کړې ده.))

حق پرست زیاته کړه د افغانستان په ۴ ولایتونو تخار، بدخشان، پروان او پنجشیر ولایتونو کې د رایو د بیا شمیره مخه د یوشمیر ټاکنیزو ډلو د ناظرینو لخوا نیول شوې ده.

دهغه په وینا کمیسیون د ځايي چارواکو سره ستونزه شریکه کړې ترڅو د ټاکنو د قانون مطابق په دې ولایتونو کې هم په دوهم ځل د رایې شمیرنې پروسه پیل شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي په روانه اونۍ کې به د رایو د بیا شمیرنې پروسه پای ته ورسوي ترڅو په ټاکلي موده کې د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړني پایلې اعلان شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وړاندې ویلي و چې د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنی پایلې به د نومبرپه ۱۴ نیټه چې درې ورځې ورته پاتې دي اعلانوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG