لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د سایبر قانون په بنیاد فېسبوک ته کرکې د موادو لرې کولو خواست کولای شو


اسلام اباد ــــ د پاکستان د مخابراتو د واک سرکاري ادارې يا پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارټۍ د مذهب د سپکاوي، لوڅو ويډيوګانو او د رياست مخالف موادو په اړه فېسبوک ته د اکاونټونو تړلو خواست کړی دی.

د پاکستان د مخابراتو د سرکاري ادارې له خوا د نهې- سه شنبې په ورځ جاري کړې اعلاميه کې ويل شوي چې د دغو ګامونو مقصد سوشل مېډيا او انټرنيټ کاروونکو ته د آنلاين زيان رسوونکو موادو څخه تحفظ ورکول دي.

څېړونکي وایي په پاکستان کې د اظهار د ازادۍ د مخنیوي روان رجحان ته که وکتل شي نو معلوميږي چې دلته اکثر له سياسي او د بشري حقونو په حق کې پورته کېدونکي غږونه بندول کيږي.

د مخابراتو د واک ادارې په خپل بيان کې دا هم ويلي چې هغوی ته د اليکټرانيکي جرمونو د مخنیوي د 2016م کال د قانون لاندې دا اختيار دی چې غيرقانوني مواد وتړي.

ښکاره ده چې اوس اوس فېسبک په خپل يو رپورټ کې ويلي وو چې په پاکستان کې د ځایي قوانينو د سرغړونو په تور تر 2203 زيات پوسټونه او ويډيوګانې یې تړلي چې په يو هېواد کې د 2019م کال د جنورۍ او جون مياشتو تر منځ موده کې تر ټولو زيات بنديزونه ګڼل کيږي.

که څه هم د پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارټي دا تاثر رد کړی چې ګنې هغوی د بنديزونو د لارې سياسي پوسټونه په نخښه کوي خو د انټرنيټ د کاروونکو د حقونو دپاره کارکوونکې غيردولتي ادارې بايټس فار آل فعال هارون بلوچ د پي ټي اې دا دريځ ردوي چې ګنې هغوی يواځې د مذهب د سپکاوي او لوڅ لغړ مواد بندوي او وایي دغه مواد د مخکې نه فېسبک پخپله لرې کوي.

هارون بلوچ بيا وایي د پي ټي اې او فېسبوک په دريځونو کې ابهام ليدل کيږي او فېسبوک په پاکستان کې د خپلو کاروباري ګټو دپاره د حکومت د غوښتنې او خواستونو نه دروي.

هارون بلوچ وایي په پاکستان کې حکومت د اظهار د ازادۍ د مخنوي دپاره جلا جلا وسیلې کاروي او زما په اند حکومت د مخالفو سياسي غږونو د غلي کولو دپاره داسې ګامونه اخلي.

د پي ټي اې د اعلاميې تر مخه د فيس بک له خوا د جاري شوي رپورټ په اساس دا ګڼل سم نه دي چې ګواکې ځایي قوانين د مخالفو سياسي غږونو د غلي کولو او يا د آنلاين موادو د محدودولو دپاره کارول کيږي او وایي هغوی د تقرير او اظهار په ازادۍ باور لري ځکه چې ددې ضمانت د پاکستان آیین ورکړی.

پي ټي اې وایي د دوی اداره او فېسبوک د جعلي خبرونو د راکمولو دپاره په بېلابېلو طريقو کار کوي او په هغې کې هغه اکاونټونه او پاڼې لرې کول شامل دي کوم چې جعلي خبرونه او پروپيګنډه خپروي.

ځایي مطبوعات د فېسبوک د يو چارواکي د خولې دا خبرونه هم رد کړي چې ګنې هغوی د رياستي ادارو په لمسه سياسي عناصر او ميډيا تر فشار لاندې راولي او وایي په فېسبوک یې عدالت مخالف او د هېواد د ازادۍ پر ضد د ناوړه موادو په خورولو بنديز لګول شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG