د پاکستان د نورو ښارونو غوندې د بلوچستان په مرکز کوټه کې هم د زده کوونکو بېلابېلو سازمانونو په ګډه د زده کوونکو د یووالي مارچ کړی چې پکې یې د زده کوونکو د سیاسي فعالیت په ملاتړ شعارونه ورکړي دي.
د زده کوونکو سازمانونه له حکومته غواړي چې د پخواني پوځي آمر ضیاوالحق د واکمنۍ په مهال پر طلبا سیاست لګېدلي بندیزونه دې لرې کړل شي.
د زده کوونکو سازمانونه له حکومته غواړي چې د پخواني پوځي آمر ضیاوالحق د واکمنۍ په مهال پر طلبا سیاست لګېدلي بندیزونه دې لرې کړل شي.