لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند:چاودنه کې دافغانستان دسرحدي ځواکونو جنرال وژل شوی،دخبریال په ګډون درې تنه ژوبل


دافغانستان سویلي هلمند ولایت کې نن دشنبې په سهار دسرحدي ځواکونو دڅلورمې پلي لیوا قومندان جنرال ظاهر ګل مقبل په لار کې دښخ شوي ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

دهلمند سیمه ییزو چارواکو ویلي دغه پیښه دناوې ولسوالۍ اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې دافغان سرحدي ځواکونو دپلي لیوا قومندان له خپلې امنیتي ډلې سره چې یوشمیر خبریالان هم ورسره وؤ له سیمې څخه تېریدل.

دهلمند ولایت د رسنیو برخې اړوند مسئولینو ویلي په سړک کې دخښ شوي ماین د چاودنې له امله دوه تنه سرحدي سرتیري هم ټپیان شوي دي.

د رپوټونو له مخې له افغان سرحدي ځواکونو سره چې یوشمیر افغان خبریالانو هم ملتیا کوله په یاده چاودنه کې دافغانستان دشمشاد ټي وي خبریال سردار محمد سروري اؤ دوه نور تنان هم ژوبل شوي دي.

دشمشاد ټي وي ادارې په سوشل میډیا هم په دې پیښه کې دخپل خبریال سروري د ټپي کیدو پخلۍ کړی دی.

وسله والو طالبانو د دې د دچاودنې زمه واري منلې ده او ادعا یې کړې چې ګن شمیر افغان سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې اوړمه شپه دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ په یو نااعلانه سفر کابل ته تللی ؤ اؤ دغلته یې بهرنیو خبریالانو ته ویلي وؤ چې طالبان سولې اؤ اوربند ته تیار شوي دي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پرون رسنیو ته منلې وه چې دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې په ارتباط تازه تماسونه نیول شوي اؤ هغه ویلي وؤ دمذاکراتو لړۍ به له هغه ځایه پیل کیږي چرته چې شلېدلې وه.

امریکا دتیرکال راهسې طالبانو سره قطر کې دسولې خبرې پیل کړې وې خو دوه میاشتې وړاندې صدر ټرمپ دا خبرې وروسته له هغې ختمې کړې چې کابل کې دطالبانو لخوا شوې یوه بمي چاودنه کې دیو امریکایي سرتیري په ګډون ۱۲کسان وژل شول.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG