لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په لیکو کې د افغان مېرمنو ونډه زیاته شوې


د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د جنسیت کمټیې په غونډه کې د دفاع وزیر اسدالله خالد ويلي دا مهال په پوځ کې ۲۴۱۱ تنه مېرمنې دنده ترسره کوي او د هرکال په تیرېدو سره د افغان پوځ په لیکو کې د مېرمنو ونډه مخ په زیاتیدو ده.

اسدالله خالد وايي کوشش کوي چې په هېواد دننه له دفاع وزارت څخه نیولې تر پوهنتونونو پورې افغان مېرمنو ته د زده کړو ډېره مناسبه فضا رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د کورنیو چاو وزیر مسعود اندرابي د پولیسو په لیکو کې هم د افغان ښځو د شاملېدو د شمېر زیاتوالي خبر ورکړ.

اندرابي وايي د افغانستان د ملي پولیسو په چارو کې ۳۷۰۰ مېرمنې دندې لري چې ۴ سوه یې په ملکي برخو کې او ۳۳۰۰ په نظامي برخو کې خپلې چارې مخ ته وړي.

نوموړی وايي د پولیسو په لیکو کې د مېرمنو ونډه زیاته شوې او یوازې په تیرو اته میاشتو کې۲۰۰ ښځې د پولیسو په دندو کې شاملې شوې دي.

د پوځي چارو څیړونکی جنرال عتیق الله امرخیل له ډیوې سره په خبرو کې وايي په هره کچه کې د پولیسو او امنیتي ادارو کې د مېرمنو ونډه زیاتیږي په افغانستان کې د جرایمو په کشف،ثبات او د امن په ټینګښت کې به یې رول اغیزمن او مهم وي.

نوموړي وویل "​د نړۍ اکثره هېوادونو په امنیتي ادارو کې افسرانې مېرمنې دنده مخته وړي او په افغانستان کې چې دا مهال جګړه روانه ده باید د نارینه افسرانو پرځای ښځینه افسرانې په غېر محاربوي ادارو لکه په لوژجستیک او مخابرې، کشف او استخباراتو په برخه کې ګمارنه اړینه ده او د نارینه په پرتله په مېرمنو کې فساد او اختلاف شتون نه لري نو له همدې امله په امنیتي ادارو کې د مېرمنو ونډه ډیره ارزښت لري"​.

د افغانستان د کورنیو چارو زیر مسعود اندرابي د جنسیت کمیټۍ د جوړې غونډې پرمهال نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ د افغان امنیتي سرتیرو د تلفاتو په کچه کې د ۱۰ فیصده د کموالي خبر ورکړ او وې ویل چې د افغان ځواکونو پوځي وړتیا د تیرو کلونو پرتله دامهال ۲۶ سلنه لوړه شوې ده.

اوس مهال د افغانستان امنیتي ځواکونو شمېر د دفاع وزارت په وینا له ۵ سوه زره څخه زیات دی او له ترهګرۍ سره مبارزه او ټولې امنیتي چارې له ۲۰۱۴ کال وروسته افغان پوځ یې د نړیوالو ځواکونو سره په همغږۍ په خپله سمبالوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG