لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر اشرف غني: جمهوریت عملي شو او دوام به ولري


Ashraf Ghani
Ashraf Ghani

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو په لومړنیو پایلو کې چې د دولت جوړنې د ټیم مشر اشرف غني پکې ترن ورو نوماندانو مخکښ ګڼل شوی ملت ته په وینا کې يې وویل نن جمهوریت تامین شو او دوام به ولري.

اشرف غني خپلو ملاتړو کسانو ته په وینا کې وویل واک ته رسیدل یې د افغانستان د ټولو قومونو او پرګنیو لپاره خدمت کول دي.

نوموړی وايي د ملي اقتدار رامنځته کول یې هدف دی او یوازې د اساسي قانون په عملي کیدو کې د افغان وګړو عزت خوندي کیدلی شي.

ولسمشر وویل "​لوبې چې کیږي ځانته اوصول لري اصول قوانین ټاکي د افغانستان اساسي قانون او د افغانستان د ټاکنو کمیسیون قانون او د افغانستان د اولس اراده ده او اوس وخت د دې دی چې د لوبې اصول ومنو"​.

اشرف غني د خپل ټیم ملاتړو کسانو ته د ټاکنو په لمړنیو پایلو کې د بریا د مبارکي ویلو ترڅنګ له ټولو ټاکنیزو ډلو څخه وغوښتل چې د شکایتونو کمیسیون د راتلوونکو فېصلو ته درناوی وکړي.

ولسمشر وايي د افغانستان پرمختګ او د قانون پلي کېدل نه یوازې د دولت جوړونې د ټیم مسئولیت دی بلکې د هر افغان مسئولیت جوړیږي چې ملي ګټې تر نورو شخصي کټو معتبرې وګڼي.

هغه وویل"​زمونږ ژمنه دا ده چې داسې یوه اداره به راوړو چې خدمتګاره افغانستان شموله ،ځواب او تصمیم نیوکې اداره وي"​.

ولسمشر اشرف غني له افغان دولت او د ولسواکۍ له بهیر څخه د نړیوالې ټولنې له ملاتړنه مننه وکړه او وې ویل افغانستان دا مهال له مخدره موادو، له ترهګرۍ سره د نړیوالې مبارزې او له ګڼو نورو ګواښونو سره مخامخ دی او له نړیوالې ټولنې سره یې همکاري د مشترکو ګډو په بنياد ده.

هغه وايي هیڅواک باید دا له یاده ونه باسي د ملکي خلکو او پیاوړو افغان امنیتي ځواکونو چې کومه قرباني ورکړې ده د نړۍ امنیت د خوندیتوب لپاره ده او باور لرو چې له نړۍ سره زمونږ اړیکې به د یو مسئول دولت په راتګ سره نورې هم پیاوړې شي.

اشرف غني ملت ته په وینا کې وویل په اساسي توګه د افغانستان د بحران پای غواړي او یو باثباته نظام رامنځته کولو ته ژمن دی.

نوموړی وايي له دې ورسته په افغانستان څوک د ټوپک په وسیله حکومت نه شي کولی او که یې په اړه څوک فکر کوي خیال او خوب دی.

دی وايي د ملي حاکمیت وسیله ازاد هراړخیزه خپلواک، شفاف انتخابات دی او د دې ارزښتونو دساتنې لپاره یوازنی مشروع او قانوني قوه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دي او له دې قوې د بې ځای استعمال مخنیوی به کیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا چې دولسمشرۍ لومړنۍ پایلې اعلان شوې ولسمشر اشرف غني پکې د ولسمشرۍ له ټولو نوماندانو مخکې دی په دویم قدم کې عبدالله عبدالله او ګلبدالدین حکمتیار بیا په دریمه درجه کی دی.

د ټاکنوخپلواک کمیسیون له ټولو نوماندانو وغوښتل چې که لومړنیو پایلو په اړه اعتراض اوشکایتونه لري کولی شي چې په راتلونکو دریو ورځو کې خپل شکایتونه دټاکنو شکایتونو په کمیسیون کې ثبت کړي ترڅو یې په اړه څیړنه او شکایتونوته رسیده ګي وشي.

د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنیو پایلو داعلان په غبرګون کې دثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله ویلي اعلان شوې پایلې نه مني او په وینا یې دا پایلې دهغو شاوخوا ۳ لکه ناپاکو او شکمنو رایو په پربنسټ اعلان شوي چې په اړه یې کمیسیون لازمي اقدمات نه دي اخیستلي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی کړی دی.

ملګرو ملتونو هم د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنیو پایلو له اعلان څخه هرکلی کړی او د انتخاباتو د دواړو کمیسیونو له هڅو څخه یې ستاینه کړې ده.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات نزدې درې میاشتې مخکې ترسره شوی خو دا چې وروستی پایلې به یې څه وخت اعلانیږي او څومره وخت به ونیسي لانه ده معلومه.

په افغانستان کې د قانون مطابق پپينځه کاله وروسته د ولسمشرۍ انتخابات کیږي او د تیرو ۱۹ کلونو راهیسې دا څلورم ځل دی چې ولسمشر به د انتخاباتو د لارې ټاکل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG