لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوهاند سیال کاکړ 133 قلمي نسخې او 4600 کتابونه د افغانستان علومو اکېډمۍ ته وسپارل


واشنګټن ــــ د پښتو ژبې نومیالي لیکوال او فوکلوریسټ پوهاند سیال کاکړ پخپل ادبي او علمي ژوند کې جمع کړې ټولې قلمي نسخې او خپل کتابتون د افغانستان د علومو اکېډمۍ ته سپارلي، چې ولسمشر غني یې د ځان، علومو اکېډمۍ او نورو علمي شخصیتونو له خوا د رسمي مننلیک د ور لېږلو لپاره امر کړی دی.

84 کلن ولي محمد خان سیال کاکړ په 1935م کال کې د پښین په سرانانو کلي کې زوکړی او د عمر زیاته برخه یې په بېلابېلو کالجونو او پوهنتونونو کې د استادۍ او د علم و ادب خدمت ته ځانګړې کړې ده.

د نهې- سه شنبې په ورځ د افغان ولسمشر په دفتر کې د پوهاند سیال کاکړ د ور لېږل شویو قلمي نسخو او کتابونو د کتنې په اړه یوه رسمي غونډه شوې، چې د ولسمشر غني په ګډون لیکوالو هم پکې ویناوې کړې دي. ولسمشر غني په غونډه کې وویل:

"نن ټولو ته د خوښۍ ورځ ده چې زموږ د ستر شخصیت سیال کاکړ معنوي پانګه او خزانه خپل تاریخي کور افغانستان ته سپارل کېږي. پروفیسور سیال کاکړ خپل ټول ژوند د پښتو ژبې ودې، د افغانستان تاریخي هویت او د ځوانانو روزنې ته وقف کړی وو".

غونډې ته په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر غني سلاکار ډاکټر لال پاچا ازمون وویل، د سیال کاکړ کتابتون او قلمي نسخې یې د ولسمشر غني په مرسته او لارښوونه کابل ته ولېږدول. ښاغلي ازمون د پوهاند سیال کاکړ مننه وکړه چې وایي په خپلو شخصي پیسو اخیستې پانګه یې وړیا افغانستان ته وسپارله. ډاکټر ازمون وویل:

"د پښتو، دري او عربي ژبو پر دغو 133 قلمي منظومو او منثورو نسخو سربېره چې له 200 تر 300 کاله پورې تاریخي مخینه لري، د نوموړي د کتابتون 4600 بېلابېل کتابونه او مجلې علومو اکاډمۍ ته وسپارل شوې".

علومو اکېډمۍ ته د پوهاند سیال کاکړ له خوا سپارل شوې قلمي نسخې.
علومو اکېډمۍ ته د پوهاند سیال کاکړ له خوا سپارل شوې قلمي نسخې.

د ولسمشر غني بل سلاکار زرین انځور د قلمي نسخو ارزښت ته په اشارې وویل، د ښاغلي سیال کاکړ په څېر ارزښتناکې پانګې دې د ښې ساتنې او ګټې اخیستنې لپاره له بېلابېلو اشخاصو، ځایونو او شخصي کتابتونو په منظم ډول راټولې او په علومو اکېډمۍ او اریکایوز کې خوندي شي.

ولسمشر اشرف غني لارښوونه وکړه، چې په کوټه ښار کې د افغان قونسلګرۍ ودانۍ دې د سیال کاکړ په نوم د افغانستان پېژندنې مرکز او د کلتور کور شي. علومو اکېډمي دې د ښاغلي سیال کاکړ په نوم ځانګړي کتابتون ته د کونړ د لرګي لوحه- چې نوموړی ورسره ځانګړې مینه لري- جوړه کړي.

ولسمشر غني د کابل د اریکایوز چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د پروفیسر سیال کاکړ د قلمي نسخو په ګډون ټولې قلمي نسخې دې و رغوي او سکېن دې یې کړي او د هغو یوه یوه کاپي دې د کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات او بامیانو پوهنتونونو ته ورکړي چې په اساسي توګه ورباندې کار او څېړنې وشي.

د یادونې وړ ده چې شاوخوا دوه کاله وړاندې پوهاند سیال کاکړ ته د افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني له خوا د سید جمال الدین افغان په نامه د افغانستان عالي دولتي مډال هم ورکړل شو.

په کوټه کې پوهاند سیال کاکړ ته د جمال الدین افغان مډل د ورکړې مراسم.
په کوټه کې پوهاند سیال کاکړ ته د جمال الدین افغان مډل د ورکړې مراسم.

د پوهاند سیال کاکړ شاوخوا تر څلوېښت زیات کتابونه چاپ دي، چې زیات یې د فوکلور په برخه کې دي او نور یې د تاریخ، ادب، ژبې او د ماشوم د ادبیاتو په اړه دي، همدارنګه یې د شعرونو ټولګې هم پکې شاملې دي، خو لا یې ډېر کتابونه ناچاپه هم پراته دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG