لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول د بې نظیر بوټو تلین جلسې ته: د کوفې په سیاست د مدینې ریاست نه شي جوړېدای


د پاکستان د پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو د دوولس تلین په مناسبت د زرګونو خلکو جلسې ته په وینا کې د پیپلز ګوند مشرانو د تحریک انصاف پر اوسني حکومت کلکې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې په هېواد کې یې تر هر حکومت زیاته ګراني جوړه کړې ده.

د بې نظیر بوټو زوی او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو د خپلې مور د تلین په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې مور یې د پاکستان د وفاق یو زورور زنځیر وو چې ټول هېواد يې سره پیوند ساتلی وو، خو وایي چا چې هغه و وژله هغوی د دې زنځیر شلول غوښتل خو آصف زرداري د "پاکستان کهپې" [پاکستان پاینده باد] په نعرې سره هغوی ناکامه کړل.

بلاول بوټو زرداري جلسې ته په وینا کې د اوسني حکومت تېر یوکلن کار ته په اشارې سره وویل، چې پاکستان په خطر کې دی ځکه چې وایي د ټول هېواد خلک د خپلو حقونو لپاره احتجاج ته اړ شوي دي.

بلاول بوټو وویل په هېواد کې آییني، اقتصادي او د رهبرۍ بحران دی، هغه دعوه وکړه چې په پاکستان کې په تېر یوه کال کې لس لکه (یو میلین) کسان بې روزګاره شوي دي، وایي د کوفې په سیاست د مدینې ریاست نه شي چلېدای:

"پارلمان ته تاله لګېدلې، مېډیا ازاده نه ده، پر عدلیه بریدونه کېږي، پر 18م ترمیم بریدونه کېږي، له صوبو حقونه اخیستل کېږي چې د وفاق یووالی ورسره ماتېږي، ترهګرو ته به ضرور ماته ورکړل شوې وي خو د توندروۍ اور په ټول هېواد کې بل دی، په پښتونخوا کې له قبایلي سیمو تر پېښوره خلک احتجاج کوي، دا سیاسي یتیمان حکومت او اقتصاد نه شي چلولای".

جلسې ته په وینا کې پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني د وزیراعظم عمران خان هغه خبره وغندله، چې پرون یې د پنجاب په جهلم ښار کې د یوې منصوبې د پرانیستنې په مراسمو کې مېډیا ته مافیا وویل. یوسف رضا ګیلاني وویل:

"چې زموږ حکومت وو تور قوانین مو ختم کړل او د خلکو لپاره مو معلوماتو ته رسایي ممکنه کړه خو نن پر مېډیا بندیزونه لګېږي موږ د دې غندنه کوو، پیپلز ګوند به د خلکو د آییني، انساني او اقتصادي حقونو لپاره مبارزه کوي".

پخواني ولسمشر آصف علي زرداري جلسې ته له روغتونه ویډیویي وینا وکړه او یو ځل بیا یې تور پورې کړ چې د تحریک انصاف اوسنی حکومت د خلکو له خوا منتخب شوی نه بلکې [پوځ] راوستی دی:

"یوه ورځ به موږ د ولس حکومت راولو، دوی خو حکومت نه شي چلولای، پوښتنه دا ده چې تاسې خو به دوی راولئ خو ملک نه شئ په چلولای دا کېدای نه شي، ځکه دوی احساس نه لري چې له غریب سره څه کېږي او ګراني څه وي، خلک یې دوو ډوډیو ته مجبور کړي دي".

د بې نظیر بوټو د تلین غونډه د راولپینډۍ په لیاقت باغ کې وشوه چې نوموړې پکې دوولس کاله مخکې د 2007م کال د دسمبر پر 27مه نېټه د یوې جلسې په مهال د خپل ګوند له 23 نورو کسانو سره په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوې وه.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG