لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قامي مالياتي اېوارډ نه منظورېدو زيات تاوان خېبرپښتونخوا ته اوړي


په پاکستان کې د تېرو لسو کالو راهسې د وسايلو د وېش قامي مالياتي اېوارډ نه دی منظور شوی او مخالفه سیاسي ګوندونه وايي د قابل تقسيم محصولاتو د نوې تګلارې (فارمولې) د نشتوالي له امله وړو صوبو ته زيان اوړي.

په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د جماعت اسلامي ګوند سره تعلق لرونکی غړی عنايت الله وايي د کال ۲۰۱۷ د سرشمېرنې وروسته د وړو صوبو په ابادۍ کې زياتوالی راغلی او د نهم مالياتي قامي کمېشن (اېن اېف سي) د غېر موجودګۍ له امله خېبرپښتونخوا صوبه د خپل حق نه محرومه کيږي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې عنايت الله وويل " لس کاله وشو قامي مالياتي کمېشن يا اېوارډ نه دی عملي شوی اول د پاکستان مسلم ليګ ن په حکومت کې او اوس د پاکستان تحریک انصاف موجوده حکومت د غېر سنجيدګۍ مظاهره کوي، په کال ۲۰۱۷ کې د سرشمېرنې او د قبايلي ضلعو په صوبه کې د ګډېدو وروسته د خېبرپښتونخوا ابادي د دوه کروړه شل لاکه نه درې کروړه ۵۵ لاکه ته رسېدلې ده".

هغه وويل د ابادۍ سېوا کېدو باوجود "د اېن اېف سي اېوارډ د نشتوالي په وجه د ابادۍ په بنياد د ۸۲ فيصده برخې نه خېبرپښتونخوا محرومه ده".

روانه مياشت د جنورۍ په شپږمه نېټه د صوبايي اسمبلۍ غړي عنايت الله د اېن اېف سي اېوارډ په حواله تحريک التوا هم جمع کړی ؤ او صوبايي حکومت دا تحریک د بحث دپاره منظور کړی ؤ.

خو نوموړی وايي دغه بحث بيا وروسته د ايجنډې په اخره کې شامل کړی شوی ؤ چې ورباندې د حکومت د زمه وارو خلکو د غېر موجودګۍ په وجه سم بحث ونه شو.

په کال ۲۰۱۰ کې د پاکستان مرکزي حکومت اووم قامي مالياتي اېوارډ منظور کړی ؤ او صوبو ته يې د ۸۲ فیصده د ابادۍ په بنياد د قابل تقسيم محصولاتو نه خپله برخه ورکړې وه.

د اووم اېن اېف سي اېوارډ لاندې د مرکزي حکومت لخوا لس اعشاريه درې فيصده د غربت، پينځه فيصده د ټېکسونو په بنياد او دوه اعشاریه اووه فيصده د خورې ورې ابادۍ په بنياد وېش کيږي.

په کال ۲۰۱۵ کې د اتم قامي مالياتي اېوارډ دپاره صوبو په ټېکسونو کې د زياتې برخې غوښتنه کړې وه خو دغه اېوارډ نه ؤ منظور کړی شوی او مرکزي حکومت صوبو ته د اووم اېن اېف سي اېوارډ لاندې په مرکزي ټېکسونو کې برخه د ۴۶ اعشاريه پينځه فيصدو نه ۵۷ اعشاريه پينځه فيصدو ته زياته کړې وه. او د کال ۲۰۱۵ دپاره صوبو ته يې د ۱۶ کهربه روپو نه زياتې پېسې منتقل کړې وې.

د پاکستان د اساسي قانون د۱۶۰ مادې لاندې پينځه کال پس قامي مالياتي کمېشن جوړيږي او په هر نوي کمېشن کې د مخکنۍ ورکړی شوې برخې نه صوبو ته زياته برخه مېلاويږي.

په دغه اړه د اقتصادي چارو ژورنالسټ لحاظ علي وايي په راتلونکي نهم مالياتي اېوارډ کې د صوبو برخه زياته جوړيږي دوی وایي "د پاکستان حکومت په وروستيو کې د قامي سرشمېرنې وروسته ويلي ؤ چې ابادي د دوه اعشاريه در فيصده په حساب زياتيږي".

هغه زياتوي په راتلونکي اېوارډ کې به دا برخه د ۷۰ نه تر ۸۰ فيصدو پورې زياته شي.

د تحریک انصاف حکومت تېر کال ويلي ؤ چې د دسمبر په ۳۱م نېټه به قامي مالياتي اېوارډ وړاندې کړي خو حکومت په دې کې نه دی کامياب شوی او تمه څرګنديږي چې د کال ۲۰۲۰ د اپرېل په میاشت کې د پاکستان ټولې صوبې يا مرکزي حکومت په قامي مالياتي اېوارډ صلاح شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG