لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: د سولې د هغه پلان ملاتړ کوو چې د ډزبندۍ وړاندیز پکې شوی وي


Ashraf Ghani
Ashraf Ghani

کابل ـــ افغان حکومت وايي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره ډزبندي اساسي شرط دی او هر هغه پلان چې د ډزبندۍ وړاندیز پکې شوی وي افغان ولس او حکومت یې ملاتړ کوي.

په قطر کې د سولې د وروستیو خبرو په تړاو- چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازو تر منځ شوې- د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وايي، باعزته سوله د افغانستان د حکومت او ولس هیله ده.

صدیقي په خپل یوه ټویټ کې لیکلي "سوله د افغان حکومت، خلکو او زموږ د بین المللي متحدینو اساسي لومړیتوب دی. تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو لپاره چې د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت او خلکو غوښتنه ده، د اوربند کېدل یواځینۍ لاره ده".

د افغان ولسمشر د دفتر دا څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلې چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د مذاکراتي ډلې تر منځ د سولې د موافقې د لاسلیک پر مراسمو او پر ځینو نورو موضوعاتو بحث او خبرې شوې دي.

د طالبانو ویاند سهېل شاهین په خپل ټویټ کې لیکلي، په دې مذاکراتو کې د پرمختګ پر لور ګامونه اخیستل شوي دي او لاهم دا مذاکرات دوام لري.

اسوشیټیډ پریس خبري ایجنسۍ په خپل رپوټ کې د طالبانو له قوله لیکلي، چې دا ډله له یوې اوونۍ تر لسو ورځو پر لنډمهالې ډزبندۍ رضا شوې او د ډزبندۍ پلان یې د امریکا د سولې په چارو کې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته سپارلې ده.

په افغانستان کې "د خلاصون لار" په نامه د شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سید اکبراغا وايي، طالبان له امریکې سره د اوربند پر ځای د تاویخوالي له کمېدو سره موافقې ته رسېدلي دي.

سید اکبر اغا له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وايي، د اوربند موافقه به له امریکې سره د طالبانو تر موافقې وروسته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په بین الافغاني مذاکراتو کې وړاندې کیږي، نه په اوسنیو مذاکراتو کې. هغه وویل:

"طالبان وايي په ډزبندۍ کې سیاسي تاوان دی او تر هغې په بین الافغاني مذاکراتو کې د طالبانو او حکومت موقف معلوم شوی نه وي زما په اند له دې وړاندې طالبان ډزبندي کول خپل سیاسي زیان ګڼي او د تاوتریخوالي د کمبود په تړاو طالبانو خپله طرحه وړاندې کړې اوس یې د توافق د لاسلیک پر څرنګوالي خبرې روانې دي".

خو د نړیوالو چارو سیاسي څېړونکی فضل الرحمن اوریا وايي، په قطر کې د طالبانو او امریکې تر منځ د سولې په شویو مذاکراتو کې په لنډمهالې ډزبندۍ موافقه شوې ده، چې وایي لس ورځې به دوام کوي.

ښاغلي اوریا له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وايي، ښايي زلمی خلیلزاد د وروستیو پرمختګونو په تړاو کابل ته راشي، له افغان چارواکو سره تر خبرو او مشورو وروسته بیرته قطر ته لاړ شي او په ټاکلي وخت به په ځانګړو مراسمو کې د سولې موافقه لاسلیک کیږي. هغه وویل:

"له ۷ تر لسو ورځو په اوربند موافقه شوې او په دې موده کې به طالبان په ښارونو کې چاودنې او ځانمرګي بریدونه او په لویو لارو کې امریکایانو او دولتي کاروانونو ته مزاحمت نه کوي او د ډزبندۍ په دې وخت کې به تړون لاسلیک کیږي چې دا یو مثبت ګام او د ښه پيل شروع ده".

د امریکې او طالبانو تر منځ د سولې خبرې له شاوخوا یو کال راهیسې دوام لري او د وروستي پرمختګ خبر په داسې حال مخې ته راغلی چې د تېر سپټمبر میاشتې پر 13مه د لسم پړاو مذاکرات د بګرام پر هوايي اډه د طالبانو له خوا د شویو بریدونو له امله ودریدل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG