لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ماشومانو د جنسي تيريو او تشدد د پېښو سېوا کېدو وروسته د پښتونخوا حکومت قانون سختوي


د خېبرپښتونخوا د قانون وزير وايي، په صوبه کې په ماشومانو د جنسي تيريو او د تشدد پېښې مخ په زياتي روانې دي ځکه حکومت په دغه اړوند سخت قانون راوړل غواړي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د قانون وزير سلطان خان وويل، په نوښار کې د ماشومې د وژنې د پېښې وروسته ورته وزیراعلی محمود خان ويلي چې کښېني او د ماشومانو د تحفظ په اړوند د جوړ قانون جاج واخلي.

هغه وويل قانون موجود دی خو چې داسې پېښې کيږي او په ټولنه کې جرمونه سېوا کیږي نو د هغې دپاره غوره قانون سازي هم پکار وي او دا د حکومت زمه واري وي.

د قانون وزیر وویل دوی په دې اړوند په قانون کې کار کول غواړي چې سختې سزاګانې پکې وټاکل شي او بل دا چې په ټولنيزه کچه په خلکو کې پوهاوی خور کړی شي علما، سياسي او علاقايي مشران دې کار پله راوستل شي چې هغوی پکې رول ولوبوي.

سلطان خان وايي، نن د شورو، چهارشنبې په ورځ په دې اړوند حکومتي ناسته کيږي او سبا د زیارت، پنجشنبې په ورځ به په کابينه کې په دې اړوند بحث کيږي.

نوموړی زياتوي په سبانۍ ايجنډا کې د ماشومانو د قضيو په اړوند جوړو عدالتونو په لړ کې به هم خبرې کيږي چې په عدالت او قانون سازۍ کې داسې هیڅ د کمي خبره پاتې نه شي.

د خېبرپښتونخوا د تحریک انصاف حکومت دغه ګام په داسې وخت کې اوچتوي چې په نوښار کې د خالي، شنبې په ورځ يوه اته کلنه ماشومه وژل شوې وه.

پوليسو ویلي د ماشومې د وژنې په تور يې دوه تنه نيولي خو د ماشومې سره د جنسي تيري په اړوندڅه نه دي ويل شوي او پوليس وايي د طبي معاينې وروسته به د جنسي تيري مالومات وشي.

خو راپورونه وايي په نیول شوؤ دوه کسانو کې يو د عدالت په وړاندې منلي چې د ماشومې سره یې جنسي تيری کړی او بيا يې وژلې ده.

په عېن حال کې د نوښار په پبو تاڼه کې د يو بل لس کلن هلک لخوا رپوټ درج کړی شوی او دغه ماشم تور لګولی چې څلورو کسانو په زور بوتللی اوجنسي تيری يې پرې کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG