لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بونېر:دپښتونخوا دماربلو ګټه دپاکستان خزانې ته ځي،خو دپلار سیوری دسید رحمان دماشومې لور نه وتروړل شو


سېدرحمان څه موده وړاندې واده کړی ؤ او يوه ماشومه لور يې يتيمه پاتې شوه. د هغه تره شېرمحمد ذمه وار هغه حکومتي مامورين ګڼي د چا د غفلت له کبله چې دومره لويه پېښه رامنځ ته شوې.

د بونېرپه بامپوخه سيمه کې د خالي په ورځ د يو درنګ راغورځېدو له امله يو شمېر خلک مړه او ژوبل شوي وو.

دوہ دويشت کلن سېدرحمان هم يو له هغو کسانو ؤ چې په دغه پېښه کې مړ او د هغه مشر ورور ابراهيم ژوبل شوی ؤ.

سېدرحمان څه موده وړاندې واده کړی ؤ او يوه ماشومه لور يې يتيمه پاتې شوه. د هغه تره شېرمحمد ذمه وار هغه حکومتي مامورين ګڼي د چا د غفلت له کبله چې دومره لويه پېښه رامنځ ته شوې.

شېر محمد وايي چې هغه وليدل چې په څادرو کې مړي راوړل شو خو چې کله يې خپل وراره وليدو نو هغه ګټو ذرې ذرې کړی ؤ.

هغه دا پوښتنه وکړه چې کوم انجنېران په دې غرونو پېسې اخلي، هغه چرته وو؟

د بونېر له غرونو د شاوخوا پنځوستو کالو راهسې د ماربلو کاڼي راووځي او د خېبرپښتونخوا اويا فيصده ماربل هم له دې ځايه راوباسل کېږي خو ځايي کارکوونکي وايي چې د دوي د تحفظ او په ځانګړې توګه د کومې بدې پېښې رامنځ ته کېدو په وخت د ژغورنې هېڅ انتظامات نه دي شوي.

يو ځايي ټولنيز فعال او وکيل امدادالله وايي چې دا غرونه هر کال په اربونو روپۍ د ټېکس په شکل کې دې ملک ته ورکوي خو په بدل کې يې ځايي خلکو او خواريکښو ته هېڅ نه ورکول کېږي.

"که مونږ يوه اندازه هم ولګوو نو دا غرونه شاوخوا شپږو نه تر اته اربو روپو پورې ملکي خزانې ته ورکوي خو په بدل کې دلته هېڅ نشته. دا خواريکښ حق لري چې د دوي خيال وساتل شي، تر ټولو اول سوشل سېکورټي هسپتال جوړول دي."

تېره ورځ ضلعي انتظاميي ويلي وو چې د بونېر بامپوخه سيمه کې يو درنګ پرېوتو له امله دېرش کسان د کاڼو لاندې راغلي خو نن د اتوار په ورځ د سول او پوځي ادارو د لټون د عملياتو وروستو ضلعي انتظاميي دا علاقه صفا ګرځولې او دعوه کوي چې په دې پېښه کې اووه کسان مړه شوي دي.

يو اړخ ته ځايي خلک ګڼي چې د دې هر څه ذمه وار حکومت دی خو په بونېر ضلع کې موجود د معدنياتو د څانګې ډايرېکټر حميدالله وايي چې دا درنګ د محکمې د څار لاندې ؤ خو هغوي ته د غورځېدو هېڅ نښې نه وې ملاو شوې او که چرې دوي ته داسې کومې نښې ترلاسه شوې وې نو دوي به دا درنګ بند کړی ؤ.

د صوبايي حکومت له خوا د دې پېښې د پلټنو لپاره يوه کميټي هم جوړه کړی شوې چې په دې پېښه کې ذمه وار خلک په ګوته کړي.

د ضلعي انتظاميې د چارواکو په وېنا چې په دې پېښه کې څوک هم ذمه وار وي هغوي ته به سزا ورکول کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG